ورزش

له پرلپسې ماتو وروسته، برسلونا کلب خپل روزونکی رونالډ کومان ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د هسپانیا لیګ مشهور کلب برسلونا وروسته له هغه خپل مشر روزونکی له دندې ګوښه کړ چې لوبډله په تاریخي توګه پرلپسې له ماتو سره مخ شوه.

رونالډ کومان ۱۴ میاشتې د برسلونا کلب د روزنې په حیث دنده ترسره کړه، خو د ریال والیکانو کلب پر وړاندې په ۱-۰ له ماتې سمدستي وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

له تېرې اوږدې مودې راهیسې چې برسلونا لوبډله د سترو ټیمونو پر وړاندې په پرلپسې توګه ناکامه شوه، د روزونکي د ګوښه کېدلو خبرې روانې وې، خو د برسلونا اداره د نوي روزونکي په موندلو کې پاتې راغلې وه.

برسلونا هسپانوي لیګ کې د رونالډ کومان تر مشرۍ لاندې له تېرو ۷ لوبو څخه یوازې دوه بریاوې خپلې کړي، چې په دې کې د ریال مدرید پر وړاندې د سترې سیالۍ ماتې هم شامله ده.

په چمپینز لیګ کې د برسلونا کمزوری پېل او پرلپسې ماتو بل پړاو ته د دغې لوبډلې ورتګ سخت کړی، او ممکن راتلونکی کال چمپینز لیګ ته له غوره کېدلو هم پاتې شي، کوم چې به د کلب خراب مالي وضعیت لا هم له ستونزو سره مخ کړي.

د ۵۸ کلن رونالډ کومان له ګوښه کېدو وروسته د برسلونا پخواني لوبغاړي او په قطر کې د السعد کلب مشر روزونکی «چاوي هرناندیز» د برسلونا کلب لپاره غوره انتخاب دی.

یو شمېر هسپانوي رسنۍ او فوټبال ته نږدې سرچینې وایي چې برسلونا کلب له څو اونیو راهیسې د چاوي هرناندیز سره خبرې روانې کړي، چې ډیر ژر به پایلې ته ورسیږي.

د «های کوره» په نوم د سپورت یوې رسنۍ ویلي چې برسلونا لا دمخه د چاوي هرناندیز سره د روزونکي په توګه موافقې ته رسېدلی، خو اوس یې د قطري کلب سره خبرې روانې کړي تر څو د چاوي د پریښودو لپاره موافقه وکړي.

چاوي هرناندیز څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې که وړاندیز ورته وشي چمتو دی د برسلونا کلب د روزونکي په حیث دنده ترسره کړي.

د برسلونا کلب مینوال هم په کلکه د چاوي هرناندیز غوښتنه کوي. هغه په برسلونا کلب کې د خپل وخت غوره لوبغاړی پاتې شوی او یو شمېر لاسته راوړنې لري. په لوبه کې د نوموړي تخنیک د پخواني روزونکي پيپ ګواردیولا ته نږدې دی.

بل لوري ته برسلونا کلب ته په نورو انتخابونو کې د یوونتوس ایټالوي کلب پخوانی روزونکی اندریا پيرلو او د بیلجیم ملي لوبډلې اوسنی مشر روزونکی روبیرتو مارتینیز هم په احتمالي کاندیدانو کې شامل دي.

ددې سربېره هسپانوي رسنۍ د ریور پلیټ کلب روزونکی مارسیلو ګلاردو، او د ایاکس کلب روزونکی ایریک تین هاګ هم نومونه د احتمالي کاندیدانو په لیست کې شاملوي، خو دغه روزونکي ممکن د روان سیزن په مینځ کې خپلو دندو پریښودو ته زړه ښه نه کړي.

د اوسمهال لپاره به د برسلونا بي لوبډلې روزونکی سرګي بارجوان په لنډمهاله توګه د لومړۍ لوبډلې مسئولیت په غاړه واخلي، چې په هسپانوي لیګ کې د «الاویز» په چمپينز لیګ کې د «ډایناموکیف» او د «سیلتا ویګو» لوبډلې پر وړاندې دنده ترسره کړي.

برسلونا کلب د رونالډ کومان د ګوښه کېدو په تړاو تېره ورځ له ماتې سمدلاسه وروسته اعلامیه خپره کړه او زیاته یې کړه چې هالنډی روزونکی له دندې لرې شو.

په اعلامیه کې راغلي، «د کلب مشر جوان لاپورتا د ریال والیکانو پر وړاندې له سیالۍ وروسته مشر روزونکي ته د پریکړې په تړاو خبر ورکړی دی». رونالډ کومان به نن د پنجشنبې په ورځ خپلو لوبغاړو او کلب سره مخه ښه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx