افغانستان

کابل: اور یو هوټل لولپه کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۳): د اطفايې مسئولین وايي چې کابل ښار کې اور یو هوټل ته خورا زیان رسولی دی.

د اطفايې رییس انجینر شرف الدین د پېښې د پخلي سره ویلي چې د کابل ښار په ۱۱مه حوزه کې د پروان په نوم هوټل اور اخېستی و.

شرف الدین زیاته کړې چې اور د ګازي ډبې له امله رامنځته شوې.

نوموړی وايي چې اور یې قابو کړی دی خو هوټل اور تخریب کړی دی.

د هوټل مالک وايي چې اور د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې، د نوموړي په وینا د هوټل دننه د ګاز ډبه خلاصه پاتې شوې وه چې له امله یې چاودنه رامنځته شوه.

دی زیاتوي چې اور ځاني تلفات نه دي اړولي.

د یادونې وړ ده چې د معیاري ګاز ډبو نه استعمال، د اور د مړ کولو سامان الات نه ساتل ددغسې ناوړو پېښو لامل ښودل کیږي.

په کابل کې تر دې دمخه هم څو وار په تجارتي مرکزونو کې اور لګېدلی، چې له امله یې په میلیونونو افغانۍ تاوان تجارانو ته رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x