نظــر

درې نکتې(کورنی سیاست)

حفيظ الدين پيرزاده

په افغانستان کې چې د ھر چا حکومت راځي، تر ھرو شرائطو لاندې راځي، ھر څوک یې په رأس کې راځي، تر ھر نامه لاندې راځي خو چې دوہ تعھداتو ته تر مرگه وفادار وي؛ اسلام او وطن؛
نو مجبور او مکلف دی چې د ھمدې دوہ اصلونو د ساتنې لپارہ د ښوونځیو، مدارسو، تعلیمي بنسټونو، رسنیو، ټولنیزو اړ‎یکو او نورو ټولو ممکنه لارو څخه دا لاندې درې نکتې عملي کړ‎ي.
تر څو مو د ځوان او راتلونکي نسلونو په رگ رگ او لا شعور کې ھمدا اصول پاخه او له خټې سرہ و اغږ‎ل شي.

۱- خپل- پردی
زموږ‎ ھر ځوان باید پر دې خبرہ د علم الیقین تر حدہ ایمان ولري چې له بیرون څخه راغلی ھر سړ‎ی، ایډیالوژي او فکر پردی دی!
د بیلگې په توگه، د بامیانو په غارونو کې اوسیدونکی ھزارہ مو خپل دی د ھغه د پښو خاورې د مکې له امام، د پاکستان له شیخ الحدیث، تور لینگي جنرال او د ناټو له چمچې اردوغان سرہ برابر نه کړ‎و!
ھمدا راز ھیڅ ھزارہ خپل خړ‎ مخی پښتون ورور د ایران له خامنه اي او نورو منافقو اخوندانو سرہ برابر نه کړ‎ي؛
د پردیو عزت وکړ‎و خو د لوی کور افغانستان د میلمستون لار ورته وښئیو، انگړ‎ ته یې دننه پری نه ږ‎دو!

ملنگ جان مرحوم به ویل:
چې یې مور وي په دې خاورہ زیږ‎ولی
که په ھرہ ژبه گویان وي خو افغان دی

زموږ‎ ځوان نسل چې ھر کله د خپل پردي پر تعریف داسې پوہ شو، نو بیا پر جگه غاړ‎ہ او لوړ‎ آواز ویلی شو:
ثبت است بر جریدہ ی عالم دوام ما…..

۲- ځان پیژندنه
د استعمار تر توغ لاندې د پاته کیدو تر ټولو سترہ غمیزہ ھمدا دہ!
ښکیلاکگر یواځې د یوہ ولس طبیعي زیرمې نه غلا کوي، بلکې معنوي زیرمې، دین، وطني ارزښتونه، کلتور، تاریخ او نور یې ھم ورته بې اھمیته ښيي!
استحمار شوي ولسونو ته د اشغالگر ژبه، لباس، رسم و رواج، مشاھیر او نور ھر څه تر خپلو ھغو بھتر ښکاري!
تاسې وگورئ ھغه ملتونه چې د استعمار تر زبیښاک لاندې اوږ‎دہ مودہ پاته شوي، ځانونه ورته تر خپلو بادارانو په ھر لحاظ کم بریښي!
لوی ھندوستان خو څه کوې، زموږ‎ د کوزې پښتونخوا پښتانه چې کله ځانونه له انگریز سرہ پرتله کوي نو درته به وایي: انگریز خو انگریز دی، جي! موږ‎ سه یو؟!
په افغانستان کې چې د ځوان تحصیل یافته نسل سرہ کینې، نو یوہ بوین، مردار خور شرابي انگریز ته به د خپل ولس په یوہ داسې معلم/ مامور ترجیح ورکوي چې شل کلنه، دیرش کلنه تجربه به لري!
تر ټولو ډیرہ بدہ یې لا دا زموږ‎ سیاسي څیړ‎ونکي چې ځینې یې ان د پوھنتونونو یا نورو تعلیمي بنسټونو ښوونکي دي، د خپل وطن د حالاتو په څیړ‎لو کې پر غربي مفکرینو او د ھغوی پر کتابونو حوالې ورکوې!!!!
دا کار که له یوې خوا زموږ‎ علمي فقر په گوته کوي، له بلې خوا زموږ‎ د فکري غلامۍ او بل له ځان څخه د بھتر گڼلو پر ذھنیت دلالت کوي!
ارواښاد استاد الفت دې حالت ته “ غلامانه ذھنیت” وایي، او د پښتو غزل استاد مرحوم حمزہ بابا یې د کمترۍ احساس بولي.
ھغه دا ستونزہ د دِق او سِل ( توبرکلوز ) له جراثیم سرہ پرتله کوي:
چې احساس د کمترۍ مې شي د غیر له تھذیبونو
دا چنجی د دق او سل مې له کالبوت ځینې بیرون کړ‎ہ!

دا اوس د یوہ رښتیني افغان، مسلمان دولت وجیبه دہ چې ځوان نسل سرہ د ځان پیژندنې په مسئله کې مرسته وکړ‎ي.
دین، وطن، تاریخ، اسلاف، کلتور او نور یې ورته ھاغسې ور وپیژني لکه څرنگ چې حقیقت دی.
ښوونځیو او تعلیمي مراکزو ته د دې ھیواد رښتینی تاریخ او ملي اتلان ور معرفي کړ‎ي نه اوسنی مسخه شوی تاریخ او قومي بوتلان!!

ځان پیژندنه رب پیژندنه دہ، د عربي ژبې أثر ( مقوله ) دی: من عَرَفَ نفسه، عرف ربه.
ھمدا ځان پیژندنه به مو راتلونکي نسلونه د نورو د تھذیبونو له جانبي عوارضو په امن کې ساتي، او ھیڅ استعماري طاقت به له ځان څخه پورته نه گڼي او چاته به په ھیڅ نوم او عنوان اجازہ نه ورکوي چې پر وطن یې قبضه وکړ‎ي!
له نورو ملتونو سرہ به یې تعامل پر برابرۍ او ورورۍ ولاړ‎ وي.

۳- مالکیت
ما ډیر کلونه وړ‎اندې یو شعر لیکلی و چې غالباً د امارت بلبل، فقیر محمد درویش صیب زمزمه کړ‎ی و.
شعر داسې پیل شوی و:

نه د شرق دی، نه د غرب دی
نه د بل کوم یو غدار دی
زہ د دې خاورې مالک یم
دا وطن زما د پلار دی

له غرب څخه راغلي حکومتي چارواکي ځکه په یوہ دړ‎که ټول وتښتیدل چې ھغوی دې وطن ته د پروژې په سترگه کتل، ځانونه یې د دې خاورې مالکان نه بلل.
د ھغوی ډیری په بھر کې پیدا شوي، د وطن په کوڅو کې یې په خاورو کې خاپوړ‎ې نه دي کړ‎ې نو له وطن سرہ یې مینه ھم په وینه کې نه دہ گډہ بلکې وطن ورته د پیسو گټلو یو ذریعه ښکاریدہ او بس!

پیغمبر علیه السلام چې ھجرت کاوہ نو مکه شریفه یې مخاطبه کړ‎ہ او و یې فرمایل:
وَاَللَّهِ إنَّكِ لَخَيْرُ أَرْضِ اللَّهِ، وَأَحَبُّ أَرْضِ اللَّهِ إلَى اللَّهِ، وَلَوْلَا أَنِّي أُخْرِجْتُ مِنْكِ مَا خَرَجْتُ. رَوَاهُ أَحْمَدُ وَابْنُ مَاجَهْ وَالتِّرْمِذِيُّ وَصَحَّحَهُ.
پیغمبر علیه السلام له مکې څخه پر ھجرت او پر فراق یې سخت خواشینی و خو ھجرت د الله عزوجل حکم و نو ځکه یې مکه پریښودہ؛ ھمدا لامل دی چې فرمایي: که چیرته ستا اھل زہ نه وم ایستلی نو ھیڅکله به مې نه وې پرې ایښي!
مکه ھم لکه د نورو ځایونو په څیر د ځمکې یوہ برخه دہ،خو پر پیغمبر علیه السلام یې د گرانښت درې ستر لاملونه وو:
۱- الله عزوجل مبارکه گڼلې او پر گرانه دہ نو ځکه پر پیغمبر علیه السلام ھم گرانه وہ.

۲- پیغمبر علیه السلام یې په کوڅو کې خاپوړ‎ې کړ‎ې وې، ھمالته را لوی شوی و. سړ‎ی چې ھر چرته را لوی شي، د ھغه ځای سرہ یې ځانگړ‎ې مینه پیدا کیږ‎ي، چې بیا د مرگ تر ورځې یې ھغه مینه په رگونو کې د وینې سرہ یو ځای ځغلي او د شخصیت جزء لا ینفک یې گرځي.

۳- ھماغه د مالکیت احساس دی.
پیغمبر علیه السلام د مکې شريفې پر فراق ځکه خواشینی و، چې ھغه یې خپله گڼله؛ د مالکیت احساس یې کاوہ او ھر شی چې سړ‎ی خپل وگڼي، مینه یې ورسرہ په اتوماتیک ډول پیدا کیږ‎ي!

په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې زموږ‎ ھمدا د مالکیت تصور سخت وځپل شو، څه گاونډیو او نورو ھیوادونو ته د جبري مھاجرتونو، څه د اقتصادي او نورو ناخوالو له امله!

د ناټو شل کلن حضور په شعوري توگه ھمدا د مالکیت تصور د بې فرھنگه، بې دینه او بې ھویته ټامیانو پر لاسونو دومرہ تضعیف کړ‎ چې ټامی ولسمشر د ھیواد ساتونکیو ( ملي اردو ) ته ھر ځل په جار وایي تاسې د نیویارک او واشنگټن چوکیداران یاست او ناست کسان، د ملي اردو او نورو امنیتو ارگانونو منسوبین، ورته چکچکې وھي!!!!
چې د پوځ اعلی سر قومندان د اردو روحیه او مورال داسې وځپي، نور به نو له چا څخه څه تمه وي؟!!
ھغه ولس چې د مالکیت احساس یې پیاوړ‎ی وي، د استعمار لپارہ ستونزې ټوکوي، استحمار کول یې تقریباً ناممکن کیږ‎ي.
دغه لامل دی چې موجودہ افغان دولت باید له ھرې ممکنې وسیلې پر کار اخیستلو د ځوان نسل د پرھر شوي مالکیت احساس و رغوي، پټۍ پرې کیږ‎دي!

د مالکیت پیاوړ‎ی احساس د یوہ متحد او رڼا افغانستان زیری!
_____________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۲۶/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د پيرزاده صاحب ليکنه نه يوازې ليکنه بلکې حکومتي چارواکو د پاره د راتلونکې اسلامي دولت د نظام د د ټينګښت لپاره تګلاره ده. الله پاک دي وکړي چي حکومتي چارواکي پرې عمل وکړي او تطبیق يې کړى. مننه

غوربندي

ښاغلی پیرزاده صاحب

ستاسو پورته وړاندیزونه مې ډېر خوښ شول،،،

زه دا ډېر وخت فکر کوم چې مونږ خپلې خاورې او هېواد ته “وطن” وایو اما ددې وطن دا ملنګ او با وقاره وګړي ته ولې “مواطن” یا مواطنین نه وایو..؟!

که په پښتو کې د مواطن بدیل توری نلرو نو باور وکړی چې همدا یو (مواطن) ډېر خوږ او له وطن سره تړلی اصطلاح ده،،، راځی چې عامه یې کړو.

نور بیا،،،

حفیظ

قدرمن ورور!
وطن به غالبا عربي توری وي چې پښتو معادله کلمه به ھیواد وي او د مواطن ھیوادوال
دا توري ټول خواږ‎ہ دي خو مواطن به ھله ډیر ښه و چې که موږ‎ یې معادله کلمه نه لرله

درناوی

غ.حضرت

شریکه
د اوسنی امارت مشران او کشران هم د پنجاب تر تسلط لاندی ( پښتونخوا او پتلون خوا او انګریزخوا او مفتون خوا ) کی لوی سوی او روزل سوی دی. د یوه په جیب کی ئې افغانۍ تذکره نسته او همدارنګه د یوه په کلَه کی ئې افغانی تذکر او د یوه په زړه کی ئې پښتنی ذکر نسته. خوشی لګیا یاستئ او چاپلوسی کوئ.

غوربندی

حضرت صاحب

ستاسو دا کلیشه ای خبرې منه که نور د هېڅ چا زړه ته هم ولویږي هسې خپل د اخرت لپاره د افتراءوو پېټی مه درنوی،، رغوونکې رول بازی کړی شیطان کورې کړی!

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x