دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله ﷺمدني ژوند په څو کرښو کې

پوهنمل احسان الله ناصح

مدينې ته په رسيدو يې د مدينې نوم بدل کړ، د ابو ايوب انصاري په کور کې ديره شو، هلته يې هم لومړی د مسجد ډبره کېښوده، څو ورځې وروسته يې ورپسې کورنۍ هم راغلې، په مدينه کې درې ډوله خلک وو، مسلمانان، مشرکان او يهود، دلته د اسلامي دولت د بنسټ ډبره کيښودل شوه، له دې وروسته د جګړه مارو سره د جهاد اجازه وشوه، د بدر له غزا مخکې څلور وارې رسول الله په خپله او درې ځلې يې د نورو په مشرۍ وسله وال ټولګي ليږلي وو، د هجرت په دوهم کال د رمضان په اوولسمه د بدر غزا رامنځ ته شوه، په درېيم کال د شوال مياشت کې د احد غزا وشوه، چې (۳۰۰۰) مشرکان او(۷۰۰) مسلمانان سره په جګړه کې ښکيل وو، ۷۰ مسلمانان شهيدان او (۳۷) مشرکان ووژل شول، د هجرت په څلورم بنو نضير رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د خيانت له امله له مدينې وشړل شوه، په پنځم کال ټول کافران د متحدې جبهې په شکل د مسلمانانو په خلاف راجمع شول چې له مرګ ژوبلې پرته د کافرانو په ماتې پای ته ورسيد، چې د مسلمانانو سره د خيانت له امله بنو قريظه هم محاصره شول چې بيا يې نارينه ووژل شول او ښځې يې وينزې ماشومان يې غلامان مسلمانانو ته په لاس ورغلل، د هجرت په شپږم کال د بني المصطلق غزا وشوه چې پکې د افک واقعه هم منځ ته راغله، د همدې کال ذوالقعدې مياشت کې د حديبيې سوله وشوه، رسول الله په همدې کال د نړۍ بيلابيلو پاچاهانو ته ليکونه وليږل، په اووم کال خيبر فتح شو، د تېر کال د عمرې قضايي هم راوړل شوه، په اتم کال د موته غزا رامنځ ته شوه، په همدې کال د رمضان په مياشت کې د مکې قريشو د خيانت له امله رسول الله صلی الله عليه وسلم مکې ته لس زره صحابه وو سره فاتحانه ننوت، د همدې کال د شوال په (۱۶) نېټه د حنين غزا وشوه، د هجرت په نهم کال د رجب مياشت کې د تبوک غزا منځ ته راغله په دې غزا کې (۳۰۰۰۰) صحابه شامل وو چې پنځوس ورځې وخت يې ونيولو.

د هجرت په نهم کال د ابوبکر صديق تر مشرۍ لاندې حج تر سره شو.

د هجرت لسم کال د ذی القعدې په مياشت کې د حج د اداء کولو لپاره له مدينې روان شو او د ذوالحجې په څلورمه مکې ته ورسيد، د حج مراسم يې ترسره او د حج طريقه او نور اسلامي قوانين مسلمانانو ته بيان کړل.

د هجرت په يوولسم کال د صفرې (۲۹) نېټه د دوشنبې په ورځ مريض شو، د همدې کال د ربيع الاول د مياشتې په (۱۲)نېټه د دوشنبې په ورځ د هجري قمري کال په حساب (۶۳) کالو او درې ورځو او هجري شمسې په حساب د(۶۱) کالو او (۸۴)

ورځو په عمر وفات شو.

انا لله و انا اليه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عكاشه

شاباش خايسته سيرت دي ذكر كړی
خو دالله رسول نه وه ویلی چه په مدینه کی به حنفی مذهبه اسلام وی
او یا یی ورته نه ویای چه زمونږ خاوره به د دشمن په مقابل کی نه استعمالیږی

ځیرک څارونکی

وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا
ماسوا له يو څه تعداد کمو نه نور ټول ددهغه پورته آیت مصداق یاست الله دې یا درته هدایت وکړی او یا مو دې هم نیست و نابود کړی نور به بابولای نه درته وایم که عاقل ئې نو یوازی اشاره درته بس ده هیله ده په دین صحیح ځان پوه کړی د همدغه پورته مطلب په بیان کې هم ستا ځواب شته خو که لږ سوچ په وکړی.

عكاشه

دځان ګرمولو ضرورت دی نشته، ګهمراکن هغه وی چه خپل ځان ته ډیر مغرور وی،او یو د هغوی نه ته یی،
تاته کوم کشف شوی دی چه پدی متن کی حنفی مذهب ذکر شوی
عقل دی په تقلید کی بند پاتی دی او د اس دګاډی په شان دی سترګی راسته او چپه ته نه اوړی،

الله دی درته هدایت وکړی چه د حق طرف ته میلان وکړی

ځیرک څارونکی

افسوس دې ستا په حال وی چی ګډوډ لګیا ئې هغه په فارسی کې یو متل دی واي ده کجا و درختها کجا د ځان صفت به نه درته کوم خو دومره به درته ووایم چی ما ټول څلور مذاهب، غیرمقلدیت، شیعیت او وغیره وغیره دا ټول چاڼ او غربال کړی او بیا مو خپله لاره انتخاب کړی.دا اوس اظهر من الشمس واقعیت دی چی اصلی غیرمقلدیت هر جاهل او ګمراه ته په دین کې د مجتهد مطلق د درجی جواز ورکوی او لکه بی مهاره اوښ ئې په دینی موضوعاتو او مسایلو کښې خپل اختیار ته خوشی کوی او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx