افغانستان

چین: زموږ برداشت دادی چې افغان حکومت له بهرنیانو سره خبرو اترو او همکاریو ته لېواله او جدي دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې د دوی کلي تصور دادی چې نوی افغان حکومت  خبرو اترو او له خارج سره همکاریو ته لیواله او جدي دی.

وانګ يي تېره ورځ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تر لیدنې وروسته د تهران غونډې ته دغه خبرې کړي.

نوموړي همدا راز په نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق باندې غږ کړی دی چې افغانستان کې د بیا رغونې پروژو تمویل بېرته پيل کړي.

هغه وویل چې افغانستان په ټولو برخو کې بیا استقرار ته اړتیا لري  خو پرمختګ يې لومړیتوب دی.

ښاغلي وانګ  په امریکا او غربي هیوادونو یو ځل بیا غږ وکړ چې په افغانستان باندې وضع کړي بندیزونه لرې کړي او د روغتیا نړیوال سازمان دې افغانستان ته واکسین او طبي الات مهیا کړي څو دغه هیواد له کرونا سره په ښه توګه مبارزه وکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې د ټولو پروژو تمویل بند کړ. همداراز هغه ادارې چې یادو نړیوالو مالي سازمانونو له خوا تمویلیدلې له بې سرنوشتۍ سره مخې شوې.

پر دې سربېره امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمنۍ چې د دغه هیواد په بانکونو کې ساتل شوې وې کنګل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx