افغانستان

روزګان کې چاودنې د نشه يي توکو څلور قاچاقبر وژلي

نن ټکی اسیا(شنبه،زمري۱۱مه،۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د نشه يي توکو د څلورو قاچاقبرو ژوند اخیستی.

د روزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي عبدالرازق پېښه تایید کړه.

قوماندان وویل، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د دهراود ولسوالۍ په جغدر سېمه کې را منځته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې څلور واړه وژل شوي کسان د کندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي او د نشه یي توکو مشهور قاچاقچیان ول،چې غوښتل یې په سېمه کې د یوه بل قاچاقبر کور ته ولاړ شي.

د دهراود امنیه قوماندان په دې باب چې ایا دا ماین د دوی د عسکرو له لورې مخکې له مخکې خښ شوی و او بیا چاودنه ورکړل شوې، که به پېښه د بل چا له لورې را منځته شوې، نور څه ونه ویل.

خو یوازې دومره یې وویل،وژل شوي کسان د چرسو او نشه يي توکو د یوه سېمه یېز قاچاقبر جمعه خان کور ته روان ول، چې په ماین وختل.

ویل کېږي، چې په دې چاودنه کې څلور قاچاقبر او د هغوی د سپرلۍ موټر له منځه تللي او بل چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x