
فیسبوک د خپلو خدمتونو پراخولو لپاره خپل نوم بدل کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک له اوږدو بحثونو وروسته بالاخره خپل نوم بدل کړ.
د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ اعلان کړی چې د فیسبوک نوی نوم میټا (Meta) ایښودل شوی دی.
د نوم بدلول یا بیا نومول د ټولنیزو رسنیو له لوري د میټاورونو اهمیت روښانه کول هم دي کوم چې مارک زوکربرګ د انترنیت راتلونکی بللی دی.
مارک زوکربرګ به د «میټا» اجرائیه رئیس وي، په دې معنا چې هغه به پر دغه شرکت بشپړ کنترول ولري.
په اساسي توګه د نوم بدلون په شرکت کې د نوي بدلونونو رامنځته کېدو ښکارندوی کوي. د فیسبوک مشر د میټاورونو لپاره د ۱۰ ملیارده ډالرو مصرفولو اعلان کړی دی.
مارک زوکربرګ د ټولنیزو رسنیو د نوي نوم په اړه ویلي چې موږ یو داسې شرکت یو چې د خلکو د وصل کولو ټکنالوژي چمتو کوو، هغه زیاته کړه، په ګډه موږ کولی شو خلک د ټکنالوژي مرکز ته راوړو او یو لوی اقتصاد جوړ کړو.
د فیسبوک په څېر سترو شرکتونو لپاره نوم بدلول کومه عادي خبره نه وي، بلکې دوی داسې هغه مهال کوي چې د خپلو خدمتونو په لویه کچه د پراخولو اراده لري.
مرګ پر مارک زوکربرګ او د هغه پر (Meta) او کارکوونکو يې، دغه رذيل کافر او کارمندان يې له کومه چي د افغانستان اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی، د دغو ټيټو ساکښانو کو… اور اخستی دی او په فيسبوک کي د دغه يوه واقعيت، يعني د ا.ا.ا. ، طالب او د هغو په اړه د څرګندونو سره کفري حساسيت ښيي. په دې لړ کي يې زما د فيسبوک پاڼي په اړه څو واره مزاحمت وکړ او پاي يې بالکل د فيسبوک ليدل را باندي بند کړل، بس لوی څښتن سبحانه دي زموږ حکومت دايم او تل بريالی لري، څو… نور لوستل »
د فیس بوک اصلی مالکان او مدیران ټول صهیونسټان دی او صهیونېزم په نړۍ کی د فحشاء او رِباء د خپرېدو لوی دلالان او دلاکان او حامیان او مروجین دی. د فیس بوګ په نوې لوګو کی شیطانی نخښه او سمبول ( د همجنس بازی تبلیغ) له ورایه ښکاری.
مارک زوکړ برګه! د ډونلډ ټرمپ زور دي ولیدی. تا د هغه اکاونټ وربند کړ هغ دي د ادارې نوم در ورک کړ.