افغانستان

افغان حکومت: زموږ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون شونتيا هم لري

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان په اړه د تهران د ناستې هرکلی کړی او وايي، چې د افغان حکومت اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون شونتيا هم لري.

وړمه ورځ د ایران پلازمېنې تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو غونډه وه او په وروستي پرېکړه‌ليک يې غوښتنه شوې وه، چې د افغان حکومت کابينه بايد ټولشموله وي.

د افغان حکومت مرستيال وياند مولوي احمدالله وثیق د تهران غونډې ته په خپل غبرګون کې د يادې ناستې هرکلی کړی، هغه يې د افغانانو له هيلو سره سمه د افغانستان په ګټه بللې او زياته کړې يې ده، چې اوسنۍ کابينه ټولشموله ده او د نور بدلون امکان هم لري.

د تهران په ناسته کې د امريکا له لوري د افغانستان د شاوخوا لس ميليارده ډالرو کنګل شوې پانګې د بېرته خلاصون او له افغانستان سره د بشري مرستو پر زياتوالي ټينګار کړی دی، خو په ورته وخت کې يې ويلي، د افغانستان نوی حکومت بايد ټولشموله کابینه جوړه کړي.

د دغې ناستې ګډونوالو غوښتنه کړې، چې د افغانانو داخلي ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې حل و فصل شي او افغان حکومت خپلو ټولو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر خلاف نه کارول کيږي.

د تهران ناسته د افغانستان په اړه د مسکو له ناستې يوه اونۍ وروسته جوړه شوې وه، خو د افغان حکومت چارواکو ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.

ټاکل شوې، چې په لنډو راتلونکو ورځو کې چين هم د افغانستان په اړه د يوې ناستې کوربه وي او په دغه ناسته کې افغان چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx