اقتصاد

د غوره محاسب ځانګړنې

عبدالجبار وحدت

حسابداري یو له اساسي دندو څخه ده چې د یوې ادارې د کارونو په روڼتیا کې پوره ونډه لري، ممکن یوه وړه تېروتنه بیا د جبران وړ و نه اوسي، محاسب د مالي پلانونو په تدوین او راتلونکي مالي حالت په تخمین کې رغنده رول لري، بناً لازمه ده چې په ځانګړنو یې لنډ بحث وکړو:

1. د اقتصاد پوهنځي د Accounting په برخه کې تخصص باید ولري او که یې په دې برخه کې لوړې زده کړې نه وي کړي ، نو باید د محاسبې اوږدمهاله دورې لکه CIMA او ACCA یې بشپړې کړې وي.

2. د حسابداري د وظایفو لایحې سره بلدیت درلودل : تاسو دا چاره د یو مسلک په حیث غوره کړې ده ، باید اړوند لایحه د وظایفو یې پوه اوسۍ.

د یو حسابدار عادي دندې:
3. د لاسمزد او حقوقو بشپړه محاسبه
4. د ګټې او تاوان حسابونو کنټرول
5. د شرکت د عایداتو ثبت
6. د یو حسابدار تکنیکي دندې : یو حسابدار باید تکنیکي مهارت ولري، مالي تصمیمونه باید په پوره مهارت ونیسي.

7. د محاسب څېړنیزې دندې:هدف دا دی چې د طرحې ، پلان جوړونې او مالي راپورونو او اسنادو تحلیل کوونکی باید واوسي.او هڅه باید وکړي ، چې نوې مهارتونه په مالي برخه کې تر لاسه کړي.

8. باید د محاسبې له بېلا بېلو څانګو صنعتي محاسبې، مالي محاسبې،دولتي محاسبې،مدیریتي محاسبې، د لګښتونو محاسبې سره باید اشنا وي.

9. باید د محاسبې اړوند مالیاتي قوانینو سره پوره بلدیت ولري.

10. له ځینو مالي سافټویرونو سره باید پوره اشنا وي او په دې برخه کې تخصص لازمي دی، لکه QuickBook,peachtree,tally….

11. باید یو بریالی محاسب د پیسو د مدیریت مهارت ولري، قوي محاسب لمړی په شخصي ژوند کې ښه مالي مدیر وي ، بیا د نهاد پر کچه

12. د راپور ورکوونې او راپور لیکنې مهارت باید ولري .

13. د وخت مدیریت کوونکی باید وي

14. باید برنامه جوړوونکی وي

15. باید د قوي دقت او تمرکز خاوند وي.

16. خلاقیت/نوښت باید ولري

17. په نفس باید اعتماد ولري.

18. باید د راز ساتونکی وي.

19. د صداقت او رښتینولي رعایت

20. مالي پاک لمني

21. ښه اخلاق

22. کروپي کار یا Team Work وړتیا باید ولري.

23. د سازمان راتلونکی مالي وضعیت باید تحلیل

24. کارفرما ته د مالي مسلي بیانول په شفاف ډول

25. باید تقوا ولري، له الله تعالی څخه وېرېدونکی انسان وي او په تمامه مانا د اضافي یا کمو لیکلو څخه ځان وساتي

26. باید د خپل مسلک سره مینه او لېوالتیا ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx