افغانستان

د هرات نوي والي خپله پانګه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د هرات نوی والي شيخ الحديث نور احمد اسلام جار خپلې دندې ته معرفي شو او په خپلو لومړنيو څرګندونو کې يې د اسلام، هېواد او ولس د خدمت لپاره د ژمنتيا ښوولو سربېره خپله پانګه هم اعلان کړه.

ښاغلي اسلام جار وویل، چې تر اوسه له خپل ورور سره يو شريک کور، له خپلو وروڼو سره شريکه پنځه جريبه ځمکه، يو سراچه موټر لري او يو لک او څلور اتیا زره افغانۍ پوروړی دی.

د هرات نوي والي ويلي: «که تر دې مې پانګه زياته شوه، نو هغه به د غلا وي او الله تعالی دې نه کړي، چې زه غل شم.»

د شيخ الحديث اسلام جار دا څرګندونې په ټولنیرو رسنيو کې ډېرې ستايل شوي او په ګڼو فيسبوکي حسابونو کې لاس په لاس کيږي.

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې د غړو، واليانو او ځينو نورو چارواکو د ژوند طریقې، دسترخوانو او تعامل ويډيوګانې او انځورونه وخت پر وخت خپريږي او ډېری خلک يې ستاينه کوي.

د ټولنیزو رسنيو فعالان وايي، که د افغان چارواکو کړه وړه او تعامل همداسې روان وي، نو دا به د نورو مسؤولينو او عامو خلکو لپاره د لارې مشال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

الحمدلله. والى صاحب په امارتى دندى ګومارل کيدو مطلب هيڅ کله دا نده چى ستاسو شخصي شتمني بايد بلکل زياته نشى. الله سبحان وتعالى دى زر چنده در کړى. خو صرف هدف دا دى چى که په دى دوران کى ستاسو شتمني زياتيږى نو بايد تاسو سره د هغه ټولو عايداتو مدارک موجود وى او په ناجايزو لارو نوى ګټل شوى.

طوطی

د مولوی صیب شتنمی به زیاته کیږی. الله به یی د ځمکی پر حاصلاتو کی برکت واچوی، نوری داسی لاری دی چی د چا فکر هم نه ورته کیږی. مثلا یوه مقته لار د شمتن کیدو دا ده چی باید سورت الواقعه هره شپه د ماښام او د ماخستن د لمانځه تر منځ تلاوت کړو. مننه

ګل احمد

بې غمه اوسه طوطو ځوانه دا مولولي صاحب دي نور ولاکه شتمن کړو، ولو چي پر ژبه یې سورت الواقعه ور ولیکې. ځکه چي ده ویلي دي چي که مي تر دې شتمني زیاته سوه هغه غلا ده. یو چالاکه سړی هیڅ کله پر ځان عریضه نه کوي. اوس چي یو ملیون ډالر په سوغات کي د زرو کسانو په مخ کي ورکړې، ۵ دقیقې بعد ولاکه سینټ لا ورسره پیدا کړې. که په دې خبرو ستا سر خلاصیدلای، اوس به ته هم په امارت کي د یوه ولایت والي وای. څه پوه سوې؟ په جواب مو مشرفه کړه.

محمد صالح

که نورزی نه وي نو رښتیا هم ښه سړی دی. او که په قوم نورزی وي نو بیا دا اعلان ځکه غیر مهم دی چي نورزي (عام قضاوت د اکثریتو په ماهیت اعتبار پیدا کوي) هیڅ کله خپل پور نه اداء کوي او هیڅ کله د خپلو ورونو سره شریک کور نه پریږدي، ولو چي د قارون خزانه هم په لاس ورغلې وي. په بانک کي د نقدو پیسو ساتلو توقع هم باید ورڅخه ونه لرو، ځکه چي نورزي ډیر هوښیار خلګ دي، هیڅ کله خپلي پیسې په بانک کي نه ایږدي. هو که یې پر غلا نیسئ، څراغ پسي… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx