افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: دولتي پوهنتونونو استادان نه شي کولای دوه ځایه دندې وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د دولتي پوهنتونونو استادان نه شي کولای چې په رسمي وخت کې دوه ځایه دندې ترسره کړي.

باختر دولتي خبري اژانس د راپور پر اساس  د لوړو زده کړو وزارت شخصي پوهنتونونو ته هم هدایات کړي چې د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي هیئت له تاييد پرته استادان جذب نه کړي.

یاد وزارت ویلي چي دوی دغه ګام د غیرمسلکي استادانو د جذب د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونونو استادان په داسې حال کې د دوه ځایه دندو څخه منع کوي چې اکثریت خصوصي پوهنتونونه په دولتي استادانو اباد دي.

نن ټکی اسیا ته د کابل د یوه خصوصي پوهنتون استاد وویل چې دوی سره په پوهنتونونو کې اکثریت استادان په دولتي پوهنتونونو کې دندې لري.

هغه زیاته کړه چې یواځې هغه پوهنتون چې دی په کې دنده ترسره کوي تر نیمايي زیات استادان یې په کابل پوهنتون کې رسمي دندې لري.

د یاد استاد په وینا د دولتي پوهنتونونو استادان په خلاص وخت کې خصوصي پوهنتونونو ته د تدریس لپاره راځي او اکثریت يې «سهار وختي او ماښام مهال»  تدریس کوي.

په ځینو  شخصي پوهنتونونو کې درې وخته کلاسونه اخیستل کیږي چې دغه چارې هم د درسونو کیفیت خورا زیات ښکته کړی دی. سهار د وخته او ماښام مهال درسونو ته هغه محصلین راځي چې عموما په نورو ځایونو کې رسمي دندې لري.

که څه هم د لوړو زده کړو وزارت دغه ګام د استادانو د تدریس کیفیت ممکن لوړ کړي؛ خو له بله اړخه دغه چاره د استادانو پر مخ هغه لارې تړي چې دوی ترې اضافي عائد ترلاسه کوي.

د چارو کارپوهان وايي چې په رسمي وخت کې دوهمه دنده کول نه یواځې دا چې غیرشرعي ده بلکې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې هم جواز نه لري.

دوی وايي چې استاد دنده یواځې تدریس نه ده؛ بلکې استاد باید په خلاص وخت کې د تدریس په کیفیت لوړونې، معیاري لیکچرونو برابرونې، سیمینارونو دایرونې، تحقیقاتو او محصلینو سره په منوګرافونو کې کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله وردک

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! زه هم د یوه افغان په حیث، چې ټول عمر مې په افغانستان، او انګلستان کې په معلمۍ تېر شوی دی، د لوړو زده کړو ددغې فیصلې څخه چې د پوهنتون استادان باید دوې دندې تر سره نکړي، د زړه له کومي طرفداري کوم، او دا طرفداري په یوه شرط سره ده، چې د لوړو زده کړو وزارت ګرانو او قدرمنو استادانو ته کافي تنخواه ورکړي، تر څو دوی مجبور نشي، چې بل کار ته علاقه وشیي. که چېرې دوی ته کافي معاش ورکړل شي، نو بیا دوی ته… نور لوستل »

طوطی

بده خبره نده خو پدی شرط چی پوهنتونونه شروع شی او استادانو ته یی لوړ معاشونه ورکړل شی. د پوهنتونونو درک نشته تر اوسه خو د استادانو ضد خبر بیا شروع شوې.

ځیرک څارونکی

نور څومره معاش ورته لوړ کړی دا اوس هم په قانونی لحاظ د استادانو معاش نظر ټولو دولتی مامورینو ته لوړ ده در حالیکه چی د پوهنتون له استادی نه آسانه او د مسترح طبیعت په لحاظ بل آسانه کار بالکل شته نه. زه خو وایم چی پوهنتون د یو ضرورت او مقصد په بنا تاسیس شوی نو چی وقتی هغه نه وی نو بیا پوهنتون او په پوهنتون کې موجودو پوهنځیو ته هیڅ ضرورت نشته.

استاد دوکتور عبدالله

پر ځای اقدام دی .

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx