افغانستان

کار بدل کې غنم؛ د کابل موسهي او چهاراسیاب کې ۳زره کسانو ته د کار زمېنه برابر شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل):  د افغان حکومت د وزیرانو شورا پریکړې چې د کار په بدل کې به غنم ویشي، یواځې د کابل په موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو کې درې زره کسانو ته د کار زمېنه برابره کړې ده.

د باخترخبري اژانس د راپور پر اساس دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالصمد پاڅون  ویلي چې په موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو کې د کار په بدل کې د غنمو ورکولو پروګرام له لارې ۳زره کسانو ته د کار زمېنه برابره کړې ده.

ښاغلي پاڅون زیاته کړې چې په سروبي اوخاکجبار ولسوالیو کې به هم ډیر ژر ٣٠٠٠ کسانوته دکار زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د وزیرانو شورا پریکړه وکړه چې لسګونه زره کسانو ته د کار په بدل کې غنم وویشي.

د چارو ادارې لوی ریاست په یو ټویټ کې ویلي وو چې ددې پروګرام له لارې به ۶۶ زره مټریک ټنه غنم توزیع کیږي، چې یوازې په کابل کې ولایت کې به ۴۰ زره کارګرو ته کار پیدا او د بې وزلۍ د کچې په کمولو کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د WFP پروګرام شل کاله مخکی بالکل له منځه تللی وه خو ګورو چی وطن او خلک مو شل کاله بیرته شاتګ کوی. د طالبانو په لمړی دوران کی هم WFP نانوایانو ته اوړه ورکول او نانوایانو بیا خلکو ته د کارت په ذزیعه مفته ډوډی ورکوله. اوس بیا طالبان راغلل او هماغه د شلو کالو د احتیاجی او قحطی پروګرام یی ځان سره راوړ. د اوسنی وضعیت د تغیر لپاره مسلکی کسانو ته ضرورت دی خو ګورو چی طالبان په هره مهمه او غټه چوکی باندی یو بسیواده او بی مسلکه ملا مقرره وی. هغوی سره د آینده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx