نړۍ

ایران دنیول شویو امریکایانو دخوشي کولو خبر ردکړه

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۴) تهران: دایران حکومت هغه خبرونه په کلکه سره ردکړل کوم چی ویل کیده ایراني چارواکي غواړي نیول شوی امریکایان دپیسو په بدل کی خوشي کړی، تیره ورځ داسي خبرونه خپاره شوی وو چي ایراني محکمي موافقه ښودلیده چی دجاسوسي په تورباندی نیول شوی امریکایان به ۵۰۰ زره ډالرو په بدل کی خوشي کړی، اوهمدارنګه تیره ورځ دایران اولس مشر احمدي نژاد هم اعلان کړی وو چي نیول شوی امریکایان به په نژدي راتلونکی کی خوشي شي.

لیکن نن ورځ دایران رسمي تلویزیون چی په انګریزي ژبه خپروني کوي درسنیو له لاري دتیري ورځي خبري ردکړي اوزیاته کړي چي دجاسوسي په تورنیول شوی امریکایان به  نه خوشي کیږي اوپه ایران کي به  زندانیان وي.

دواړه نیول شوی امریکایان دیوي ښځینه ملګري په شمول له نن څخه دوه کاله مخکي دایران په خاوره کي  دعراق له پولی سره څیرمه دایراني چارواکو له لوري دجاسوسي په تورنیول شوی وو، خونیول شوی امریکایان له اولي ورځي څخه دایران له لوری اورباندی لګیدلي تورونه ردوي اووایی چي له ایران سره پربوله باندی  دعراق په خاوره کی دغرونودسرکولو په سپورټ راوتلی چي لاره یی غلطه کړی اودایران خاوري ته به غلطی سره را اوښتی دي.

خودایران حکومت دنیول شویو امریکایانو څرګندوني ردوي او وایی چي نیول شویو امریکایانو دایران په خاوره کی دامریکالپاره جاسوسي کوله، اوهمدارنګه دایران محکمي تیرکال دواړه امریکایان په اته کاله بند باندي محکوم کړل، دایران له لوري دنیول شویو امریکایانو په سردایران اوامریکاترمنځ روانی ترینګلي اړیکی نوري خړی پړي کړي، تیرکال دامریکي دبهرنیو چارو وزیري دیوي خبري غونډي پرمهال وویل داچي دایران حکومت نیول شوی امریکایان په بند باندي محکوم کړل هیواد یی له ژوری اندیښنی سره مخ کړی دي

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x