ورزش

هغه پنځه لاملونه چې ولې پاکستان باید افغانستان لوبډله عادي ونه نیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): یو ساعت  وروسته (افغانستان پر وخت ۶:۳۰بجې) د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې سیالۍ ده. دغه سیالي د دوبۍ په لوبغالي کې کیدونکي ده. ډان پاکستاني رسنۍ په یوه راپور کې هغه پنځه لاملونه ذکر کړي دي چې له کبله یې باید پاکستان د افغانستان کرکټ لوبډله عادي ونه نیسي.

  • د افغانستان د نړۍ په کچه بهترین سپین بالران لري

افغانستان حاضره د نړۍ بهترین سپين یا ورو توپ اچونکي لري. راشدخان او مجیب ځدران حاضره په نړیواله درجه بندۍ کې درېیم او مجیب ځدران پنځم بهترین توپ اچونکی دی. دواړو لوبغاړو د سکاتلینډ سره په لوبه کې غوره توپ اچونه وکړه. مجیب د سکاتلینډ ۵ او راشد ۴ لوبغاي وسوځول. پر دې سربېره محمدنبي د نړۍ له غوره آل رونډر څخه دی، او حاضره په نړیواله درجه بندۍ کې په دوهم نمبر دی. هغه د توپ اچونې په برخه کې بیا په ۲۶م نمبر دی. د افغانستان په نسبت د پاکستان ورو توپ اچونه بهتره ده، ځکه نو پاکستان باید افغانستان لوبډله عادي وانخلي.

  • افغانستان تعرضي اوپنران (د پيل لوبغاړي) لري

د پاکستان سوپر لیګ مینوال پوه دي چې حضرت الله ځاځي د پېښور ځلمي لوبډلې لپاره څه ډول لوبه کړې ده. هغه د پاکستان سوپر لیګ په پنځو لوبو کې ۴۲.۴ اوسط منډې ساتلي او ۱۸۵.۹۶ سټرایک ریټ (یعنی په یوه توپ یې یو عشاریه ۸۵ منډې جوړې کړي دي) درلود. حضرت الله ځاځي د افغانستان لپاره په لوبو کې هم ورته تیز او تعرضي لوبه کوي. حاضره هغه ۴۰.۹۳ اوسط منډې او ۱۵۴.۶۵ سټرایک ریټ لري چې د یو اوپنر لپاره ډير زیات دی. حضرت ځاځی د توپ وهنې پر مهال د توپ اچونکو خیال نه ساتي او توپ له میدانه بهر وباسي. همدا راز له ځاځي سره محمدشهزاد د پیل توپ اچونې ته راځي چې هغه پر تېزې توپوهنې مشهور دی. ځاځي او شهزاد د سکاټلینډ خلاف په لومړیو اورونو (پاور پلی) ۵۴ تېزې منډې وکړې او که د پاکستان خلاف يې هم عین لوبه وکړه نو لوی سرخوږی به ورته جوړ کړي.

  • افغان لوبډله له ډار پرته لوبه کوي

درېیم لامل د افغانانو بې ویرې لوبه ده او همدا لامل دی چې په شل اوریزو لوبو کې تر سري لنکا، ویسټ انډيز او بنګلادیش په درجه بندۍ کې وړاندې دي. سري لنکا او ویسټ انډيز نړیوال جامونه ګټلي دي. دوی د لوبې پر مهال له توپ اچونکي ډار نه کوي او که یې بال بيټ ته برابر شي نو شاټ وهي، ددې فکر نه کوي چې بالر څوک دی.

  • پاکستان د حتما لوبې ګټلو تر فشار لاندې دی

څلورم لامل دادی چې پاکستان د لوبې د حتمي ګټلو تر فشار لاندې دی خو مقابل کې افغانستان په هغه کچه فشار لاندې نه دی. پاکستان حاضره په نړیوال جام کې غوره ټیم ګڼل شوی دی او دوی به تر وروستۍ کچې کوښښ کوي چې لوبه وګټي او د لوبډلې مورال لوړ وساتي چې دغه چاره په لوبډلې فشار واردوي او افغانستان لپاره یو مثبت پواینټ دی.

  • د غچ اخیستنې فکتور

عموما د پاکستان خلاف فکر په افغانستان کې له پخوا خپور دی.  پاکستان د افغانستان امنیت، اقتصاد او نور داخلي چارو کې په لاسوهنې تورن دی. افغان لوبډله ممکن ددې لپاره چې له پاکستان غچ واخلي اعظمي کوښښ به کوي چې دا لوبه وګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx