ورزش

افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه؛ پر ټولنیزو رسینو مثبت پیغامونه خپاره شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او پاکستان تر منځ په شل اوریز نړیوال جام کې نن مخامخ کیږي. افغانستان حاضره یو او پاکستان دوه سیالۍ ترسره کړي او دواړو لوبې ګټلي دي.

په ټولینزو رسنیو دا ځل د تېرخلاف مثبت عکس العمل ښودل شوی دی. د ټولنیزو رسنیو فعالانو د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبه د دوه ګاونډيانو او دوستو هیوادونو تر منځ لوبه ګڼلې او دواړو لوبډلو ملاتړ یې کړی دی.

ډاکتر وحیدالله مصلح پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي دي چې « لوبې بايد د ملتونو د کوشېر او پيوند وسيلې شي، کنځل او پوچ ويل خو اصلاً د مهذبو خلکو کار نه دى، مونږ چې په دې سيمه کې د تاريخ، ثقافت او تمدن وارثان يو بايد درانه پاتې شو؛ د خپلې ملي لوبډلې د زبردست حمايت سره په څنګ کې به د خپلو احساساتو منفي غورځنګونه هم تم کوو».

هغه زیاته کړې چې «مونږ به د خپلې ملي لوبډلې يو يو بال او يوې يوې وېکټې ته زړونه ورکوو او سينې به مو تپېږي، د خپلو لوبغاړو منډو سره به حسي ځغلو او د بري لپاره به يې دعاګانې کوو او داد به ورکوو، ان شاﺀالله دا لوبه به مونږ ګټو او بيا به يې شانداره لمانځو».

همدا راز عصمت قانع پر خپل ټویټر لیکلي دي چې «نن ماښام د لوبې پر جریان کې قطعا پاکستان ته بده ژبه مه کاروئ، بیرغ ته یې توهین مه کوئ، د دال خوړلو پيغور مه ورکوئ. دوی زموږ په څير مظلوم خلک دي… موږ د پاکستان خلکو ته همدومره درناوی لرو لکه خپلو خلکو ته».

محمد جلال په نوم یو بل افغان فعال لیکلي دي چې نننۍ لوبه یوه دوستانه لوبه ده.

خالد ځدران په اردو ژبه لیکلي دي چې افغان لوبډله یې که وبایلي یا وګټي د دوی ورسره مینه ده.

بل لوري ته پاکستاني فعالانو ورته مثبت پیغامونه نشر کړي دي. د شباب کاظمي په نوم یو ټولنیز فعال لیکلي دي چې نننی لوبه به ډير ښه لوبه وي. راشدخان او بابراعظم به خپلې وړتیاوې وښيي؛ د یوه پاکستاني په صفت د پاکستان لپاره دعا کوم خو دغه لوبه دې په دوستانه انداز سره وکتل شي.

حسن خان په نوم پاکستاني خبریال لیکلي چې له جنګ ستړیو افغانانو لپاره يې نن زړه غواړي چې افغانستان لوبه وګټي.

ډاکتر اسفندیار په نوم یو بل فعال لیکلي دي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې هیڅوک به يې نه بایلي. دواړو ټیمونو باید یو ډول ملاتړ وشي.

یو بل فعال لیکلي دي چې که افغانستان لوبه وهم بایلي باید جشن یې ونه لمانځل شي ځکه دغه ملت چې له کوم حالت تیریږي موږ یې اندازه نه شو لګولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx