افغانستان

ملګرو ملتونو د افغانستان روان بشري وضعيت «ترينګلی او د اندېښنې وړ» بللی

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې د افغانستان روان بشري وضعيت ترينګلی او د اندېښنې وړ بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې «اوچا» مشرې ايزابېل موسرات کارليسون په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د افغانستان بشري وضعيت د اندېښنې وړ دی او روان وضعيت به دغه هېواد له یوه ستر او خطرناک بحران سره مخ کړي.

نوموړې زياته کړې، چې په افغانستان کې يوازې درې ميليونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د اېزابیل په وينا په هرو درې ماشومانو کې يې دوه له لوږې سره مخ دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوالې ادارې «ډبليو ايف پي» هم د افغانستان په اړه اندېښنه ښوولې وه او ويلي يې و، چې شاوخوا ۲۱ ميليونه افغانان د خوراک له کمښت سره مخ دي.

د ډبليو ايف پي اجرائيه مدير ډيويډ بياسلې ويلي: «افغانستان له ستر او ناوړه بشري ناورين سره مخ دی او موږ يوې خطرناکې غميزې ته ډېر نږدې يو او که بېړنۍ بشري مرستې ونه شي، نو زموږ له لاسه به ډېرې ويجاړۍ رامنځته شي.»

د ډيويډ بياسلې په وينا، که د ژمي له رارسېدو مخکې افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې ونه شي، داسې اندېښنې شته، چې نږدې ۲۱ ميليونه افغانان د خوراک له کمښت سره مخ شي.

د اګسټ په پنځلسمه، چې د کابل ادارې پخواني مشر اشرف غني له هېواده وتښتېده، رژيم يې نسکور شو او اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، نو د افغانستان اقتصادي وضعيت ډېر کمزوری و.

د پخواني حکومت ډېره تکيه پر بهرنيو مرستو وه او د اسلامي امارت د حاکميت په لومړیو ورځو کې امريکا د افغانستان نږدې لس ميليارده ډالر کنګل کړل.

افغان حکومت له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغو پيسو د خلاصون غوښتنه کوي او پر نړيوالو غږ کوي، چې په دې ترينګلي وضعيت کې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

افغان چارواکي وايي، امريکا او نړيواله ټولنه بايد بشري مرستې له سياسي اړيکو سره ونه تړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx