افغانستان

امريکا له افغانستان سره د ۱۴۴ ميليونه ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل):  د امريکا متحده ايالتونو له افغانستان سره د ۱۴۴ ډالرو بشري مرستو اعلان کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه مرستې به د افغان ولس د بشري مرستو لپاره کارول کيږي.

انټوني بلينکن ويلي: «متحده ايالتونو نن له افغانستان سره ۱۴۴ ميليونه ډالره بشري مرسته اعلانوي، موږ د ډيپلوماټيکو، اقتصادي او بشري اړيکو له لارې د باثباته او پر امنه افغانستان غوښتونکي دي.»

دا په داسې حال کې افغانستان له سختو اقتصادي، بشري او روغتيايي ستونزو سره مخ دی.

په ورته وخت کې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين هم په خپلو تازه څرګندونو کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره د مرستو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي شاهين نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «ژمی په رارسېدو دی، نړيواله ټولنه بايد ژر تر ژره له افغانسان سره بشري مرستې وکړي او د شلو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې، چې د ۱.۲ ميلياردو ډالرو مرستو ژمنه شوې وه، بايد پر وخت اړمنو کسانو ته ورسيږي.»

د قطر دفتر وياند يو ځل ډاډ څرګند کړی، چې افغان حکومت له نړيوالې ټولنې او بشري مرستندويه ادارو سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته تيار دی.

په داسې حال کې، چې د امریکا د مرستو له اعلان څو شېبې مخکې د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، چې له افغانستان شوې بشري مرستې د افغانانو اړتياوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او بايد دا مرستې نورې هم زياتې شي.

د پخواني حکومت له سقوط او د افغانستان اسلامي امارت له بريا څو ورځې وروسته امريکا د افغانستان نږدې لس ميليارده ډالره پانګه کنګل کړې ده.

د افغان حکومت سربېره، روسيې، چين، ایران او پاکستان له نړيوالې ټولنې د دغې کنګل شوې پانګې د بېرته ازادولو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx