افغانستان

اسلامي امارت: په رسميت د پېژندو شرطونه مو پوره کړي

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت ويلي، په رسميت د پېژندو شرطونه يې پوره کړي او نړيواله ټولنه بايد افغان حکومت په رسميت وپېژني.

د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي له طلوع نيوز سره په خبرو کې ویلي: «اسلامي امارت د سيمې او نړۍ له هېوادونو تمه لري، چې له افغانانو سره مرسته وکړي او د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپېژني، تر څو اسلامي امارت وتوانيږي، چې د شته ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو لپاره مسؤولانه فعاليتونه وکړي.»

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي، چې د ځينو ستونزو سربېره اوسنی حکومت د افغانانو لپاره ګټور دی او اړينه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژندل شي.

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه فضل هادي وزين وايي، چې د حکومت په رسميت نه پېژندو تاوان افغان ولس زغمي او نړۍ بايد د شته ستونزو سربېره د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

پخوانی افغان ډيپلوماټ عزيز معارج وايي: «نړۍ د رسميت نه پېژندو موضوع د سياسي فشار په توګه کاروي.»

د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت له دوو مياشتو زيات کيږي، تر اوسه هېڅ حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د دې سربېره د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، چين، ایران او پاکستان سربېره د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره راشه درشه لري او داسې تمه شته، چې په لنډ راتلونکي کې د سيمې او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه افغان حکومت په رسميت وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx