افغانستان

سيګار: په ۲۰۲۱ کال کې د ډېری سترو پروژو پیسې ضايع شوي

نن ټکی اسیا (جمعه شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۰ل): له افغانستان سره د امريکايي مرستو د پلټنو اداره «سيګار» وايي، په ۲۰۲۱ کال کې پر ۶۰ پروژو ۷۲۳ اعشاريه ۸ ميليونه ډالر لګېدلي او دغه پروژې اوس بېرته د ويجاړېدو په حال کې دي.

د سيګار مشر جان سوپکو په خپل درې مياشتيني راپور کې ويلي: «په ۲۰۲۱ کال کې د امريکا پر مالي مرستو شپېته پروژې پيل شوې وې، زموږ د راپورونو له مخې په سلو کې له نوي سلنه زياتې پيسې يې ضايع شوي دي او دا پروژې په نامناسب ځای کې عملي شوې وې، چې پایله يې ناکامي وه.»

سيګار په خپل راپور کې ويلي: «په ۲۰۲۱ کال کې، چې کومې پروژې ډيزاين شوې وې، زموږ له نظره پلان يې ښه نه سنجول شوی، دا پروژې په هغه ډول نه دي عملي شوي، چې ژمنه يې شوې وه، اوس ډېری دغه پروژې بېرته د ويجاړېدو په حال کې دي او د امريکا دغه مالي مرستې د فساد له امله ضايع شوي دي.»

د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په تېر نسکور شوي حکومت کې د پراخ فساد او ګډوډۍ له امله د بهرنيانو ډېرۍ مرستې او پانګونې ضايع شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه شفيع صميم ويلي: «هغه مرستې، چې په تېرو شلو کلونو کې شوې وې د فساد او ګډوډۍ له امله په ناسمو ځايونو لګېدلي او ښايي امريکا په راتلونکي وخت کې د امتحان په توګه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

سيګار له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا په مالي مرستو د جوړو شوو پروژو په اړه پلټنې او اروزنې کړي او ډېری دغه پروژې يې له فساد او اختلاس ډکې بللي دي او لامل يې د حکومتي چارواکو پراخ فساد بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx