افغانستان

ایران د افغانستان اوسنی حکومت د ځان لپاره ستراتيژيک ګواښ ګڼي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۴۰۰ل): یو لوړ پوړي ایراني چارواکي د افغانستان اوسنی حکومت د ایران د ملي امنیت په وړاندې د ممکنه ګواښ په توګه یادکړی دی.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا د څانګې مشر سیدرسول موسوي تيره ورځ په افغانستان او آذربایجان کې د وروستیو بدلونونو په اړه جوړې غوندې ته وینا کې ویلي، چې په یو هېواد کې بنسټیز تغییر په نورو هېوادونو حتما اغیز کولای شي.

هغه وايي، په اوسني طرز او طریقې سره په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمني په نږدې او اوږده مهال کې د ملي امنیت لپاره یو ګواښ بلل کیدای شي.

موسوي دغه راز ادعا کړې چې اسلامي امارت ورسره په غیر رسمي خبرو کې د هلمند په اوبو کې د ایران ونډه منلې ده؛ خو اسلامي امارت بیا د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړی په داسې مهال په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمني د ایران لپاره ګواښ ګڼي او د هلمند په اوبو کې د خپل هېواد د سهم په اړه شکمنه وینا کوي، چې ۱۹۷۳م کال کې ددغو اوبو د ویش لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ یوه توافقنامه لاسلیک شوې ده.

دغه تاریخي هوکړه لیک چې د هېواد د پخواني لومړي وزیر شهید محمدموسی شفیق د حکومت پرمهال له ایران سره لاسلیک شوی له مخې به یې د هلمند سیند اوبو څخه په ایران ته په کلني ډول ۸۲۰ ملیون متر مکعبه اوبه د یو لړ شرایطو په بدل کې ورپرېښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

اناتولي : ديپلمات ايراني همکاري ايران وامريکا در حمله به افغانستان را تاکيد کردرئيس وقت کميته روابط خارجی شورای عالی امنيت ملی ايران در زمان حمله آمريکا به افغانستان بر همکاری اين کشور با آمريکا در حمله به افغانستان صحه گذاشته و از اين همکاری تحت عنوان “منافع مشترک” ايران و آمريکا نام برد. محمد خاتمي رئيس جهمور ايران : ((طالبان دشمن ما است. امريکا هم احساس می‌‌کرد طالبان دشمن ما است و سرنگونی طالبان در درجه اول تأمين کننده منافع ايران بود.))   General Soleimani had helped US upstage Taliban in Afghanistan post-9/11 Iraqis had dubbed General Soleimani as… نور لوستل »

خوګياڼي

طالبان باید بيدار اوسى په ايران، پاکستان او تاجکستان باور کول حماقت دئ. د افغانستان اصلي دښمنان همدا ملکونه دى

ځیرک څارونکی

له ایران سره به هیڅ ګواښ نه وی خو په شرط ددې چی ایران په کور دننه او بهر د غلطو سیاستونو له کارولو لاس واخلی ماسوا ددې د دوی دا کار به پخپله ددوی په ضرر تمامیږی.

ملا جانان

او د ایران اوسنی حکومت بیا د مکې مکرمې او مدینې منورې لپاره او د پیغمبر اکرم ص په روزه شریفه کي ښخ د دوو لمړني خلفاء راشدینو قبرونو ته یو دایمي ستراتیژیک ګواښ دی. کوم ګواښ امت مسلمه له نظره جدي ترین ګواښ دی؟ د ایران او که د افغانستان ! لطفاً درست جواب په نښه کړئ.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx