
ماته د ماشومې درس
حفيظ الدين پيرزاده
پرون روغتون ته تللی وم، د یوې ماشومې مور پر مرگوني حال پرته وہ! خپلوان یې پرې راټول وو، د ټولو سترگې نمجنې وې! ماشومه به ھم کله په فکر کې شوہ، د مور د کټ سر ته به لاړہ بیا به یې پر میز د گرمو چاکلیټو ھغه گیلاس توجه خپل ځان ته جلب کړہ چې کومې نرسې ورته راوړی و!
میز ته به یې منډہ کړہ، د پیالې څخه به یې غټ غړپ وکړ، پلار ته به یې ویل: ما سبا دلته بیا راوله، مور به ھم گورم او د دې ځای چاکلیټ به ھم خورم! بیا به بیرته په لوبو مشغوله شوہ!
ماشومې خپل وخت په لوبو او خندا تیراوہ. ھغه نه پوھیدہ چې تر پښو لاندې ځمکه یې نړیږي، ھغې دا سوچ ھم نه شو کولای د سر سیوری یې ترې لکه د مازیگر لمر پر ډوبیدو دی! ھغه نه وہ خبرہ چې ماښام را روان دی، تیارہ په خپریدو دہ!
ماته داسې بریښیدہ لکه ماشومې چې زہ په ټولگي کې کینولی یم، درس راکوي او پر دې مې پوھوي چې کله کله جھالت او نه پوھیدل ھم د الله عزوجل ستر نعمت او لویه پیرزوینه وي!!
مضبوط