افغانستان

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدو د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن شنبه کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د کابل ته د نوموړي  د راتګ خبر ورکړی دی.

کریمي ویلي چې د نوموړي هرکلي ته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د اطلاعاتو کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد کابل هوايي ته ورغلي وو.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به افغان چارواکو سره د ټاپي سترې اقتصادي پروژې د عملي تطبیق ترڅنګ په یو شمېر نورو مسائلو خبرې اترې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx