افغانستان

د رایو شمېرنې بهیر یو ځل بیا د ځنډ او خنډ سره مخ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د بیا ارزونې بهیر یو ځل بیا د ځنډ او خنډ سره مخ شو.

ټاکل شوې وه چې نن شنبه د زمري ۱۱مه به د رایو شمېرنې متوقف بهیر یو ځل بیا پيل شي.

د رایو د بیا ارزونې بهیر تر هغې وروسته پیل شو چې تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دواړو نوماندانو تر منځ منځګریتوب وکړ.

دا څوم وار دی چې د د رایو د بیا ارزونې بهیر د ځنډ او خنډ سره مخ کیږي.

تر دې دمخه هم د عبدالله عبدالله پلویانو د رایو د بیا ارزونې بهیر سره پریکون کړی و.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم ویلي و چې د رایو د بیا ارزونې بهیر به ارو مرو پیلیږي.

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم بیا له کمېسیون څخه ۲۴ ساعته نور مهلت غوښتی.

تر دې وړاندې ولسمشر کرزي ویاند ویلي و چې په هيڅ صورت د ټاکنو پایلې نور نه ځنډوي.

د شننونکو په اند د رایو د تفتیش بهیر کې خنډونه پیدا کول او تر هغې د مخه د عبدالله عبدالله د پلویان لاریونونو له ټاکنو دمخه د بهرنیانو له لوري پلان شوې وې.

د دوی په وینا بهرنیان غواړي افغانستان د بحران پر لوري کش کاږي.

د جان کیري د منځګړیتوب وروسته که څه هم پر ټاکنو د خلکو باور له منځه تللی و خو دې وروستیو لانجو افغانان نور هم اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x