افغانستان

کورنیو چارو وزیر: په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی د ټولو مسؤلیت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل):  د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید بشري مرستې سیاسي نه کړي او په افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې خپل بشري مسوولیت ترسره کړي.

ښاغلي حقاني دغه څرګندونې پرون  له ماسپښین وروسته د یوناما له مشرې سره په ملاقات کې کړي دي.

د راپورونو له مخې  په دې کتنه کې د یوناما مشرې دبورا لاینز په افغانستان کی د امنیتي وضعیت د ښه والي او د کابینې د ټول شموله کیدو په ځانګړي ډول د وزیرانو د مرستیالانو ټولشمولیت له کبله د نوي افغان حکومت هڅې د ستاینې وړ وبللې.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزیر وویل چې  پر افغانستان د شته بندیزونو او د امریکا لخوا د دې هیواد د شتمني د کنګل کولو له امله دوی ویني چې افغانستان له یوه ستر بشري ناورین سره مخ کیدونکی دی چې مخنیوی یې د دوی او نړیوالې ټولنې مشترک مسؤلیت دی.

د ښاغلي حقاني په وینا «نړیواله ټولنه باید بشري مرستې سیاسي نه کړي او په هیواد کې د راتلونکی بشري ناورین په مخنیوی کې خپل بشري مسؤلیت  تر سره کړي.»

کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې اوس په افغانستان کی جګړه نشته او هرڅوک په ښه ډاډ سره کولای شي کار وکړی.

هغه ټینګار وکړ چې جګړه ځپلی افغانستان تر بل هروخت ډیر اوس د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته اړتیا لري او که هرڅوک وغواړي چې افغانستان کې کار وکړي دوی ورته د کار او بشري فعالیت مناسبه فضا اماده کوي.

د یوناما مشرې په دغه ناسته کې ژمنه وکړه چې د افغان چارواکو سره د ناستو پایلې او د بشري ناورین په اړه د دوی اندیښنې به د ملګرو ملتونو له چارواکو سره شریکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

په افغانستان کي بشري ناورین د کومه وو. زلزلې نه دي سوي، سیلونه نه دي راغلي، عام خلګ د الله تعالی ج د امر تابع دي. په افغانستان کي یوازي سیاسي ناورین روان دی او د هغه علت زموږ د ټولني زورور دي. الله تعالی ج چي دا وچکالي راباندي مسلطه کړې ده هم د دې سیاسي ناورین دلاسه ده چي عامل یې موږ خپله یو. الهي عذاب د کفارو په مرستو نه جبره کیږي. قرآن ولوله جاهله!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx