ټولنیزه برخه

فضاء او د کائناتو وسعت/ دوهمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

عطارُد:
د شمسي منظومې تر ټولو وړکۍ سیاره (چې د لمر ګاونډۍ هم بلل شوې) عطارد ده، نوموړې سیاره د لمر کِتلې ته- تر ټولو نږدې سیاره یادیږي، خو بیا هم! له لمر څخه شاوخوا آته پنځوس میلیونه (58،000000) کیلو متره لرې ځای پر ځای شوې.

عطارد یوه ډبرینه سیاره ده، چې لوړې ژورې هم لري او بهرنۍ سطحه یې جامده ده؛ په فزیکي جوړښت کې د ځمکې له سپوږمۍ سره ډېر مشابهت لري او حجم یې هم له سپوږمۍ څخه ډېر غټ نه دی.

عطارد هېڅ کړۍ او سپوږمۍ نه لري.

له دې امله چې عطارد لمر ته ډېره نږدې سیاره ده- نو ځکه خو یې کال د ځمکې له آته اتیا (88) ورځو سره برابر دی، یعنې یو کال یې د ځمکې (دوې ورځې کمې) دری میاشتې کیږي؛ مګر یوه ورځ یې بیا له آته پنځوسو (58) ورځو د ځمکې سره برابره ده؛ یعنې دوې ورځې کمې دوې میاشتې د عطارد یوه ورځ ده.

دغه سیاره اتموسفیر (atmosphere) نه لري! خو دا چې لمر ته بیخي نږدې ده، نو ځکه خو یې د ورځې له خوا د تودوخې لوړه درجه (د سانتیګراد په حساب) شپږو (600) سوو ته خیژي، مګر باالعکس! د شپې له خوا منفي څو سوه درجې کښته کیږي هم ! یعنې (د عطارد) په یوه شپه – ورځ کې هم د زوب حالت او هم  د انجماد. سبحان الله!!!

فکر وکړئ! چې په سلو درجو (د سانتیګراد) کې اوبه ځوښیږي او ایشي ، نو په شپږو (600) سوو درجو کې به څه حال جوړ شي؟ باالعکس! چې په صفر (0) درجه کې اوبه کنګل کیږي، نو چې له صفر څخه څو (؟) سوه درجې کښته شي، هلته به څه حال وي؟ عیناً تود او سوړ دوزخ!!!

دا ټول په یوه شپه او یوه ورځ کې د عطارد حال دی!

د عطارد حجم:
د دغې سیارې شعاع (نیم قطر) دوه زره څلور سوه څلوېښت (2440) کیلومتره اټکل شوې ؛ یعنې قطر یې څلور زره آته سوه اتیا (4880) کیلومتره کیږي.

د سیر او حرکت سرعت یې:
عطارد په یوه ثانیه کې اووه څلوېښت زره (47000) کیلومتره (د لمر پر شاوخوا) مزل کوي.

د سوره النمل 88 نمبر آیه کریمه وګورئ!  هلته د غرونو حرکت ته اشاره شوې، عطارد هم غرونه لري، همدا راز د سوره الانبیاء 33 نمبر آیه مبارکه وګورئ، چې په هغې کې هم د ستورو حرکت یاد شوی.
دغه سیاره د طلوع او غروب په وخت کې ښکاریږي هم.

آیا هلته ژوند ممکن دی؟
د یادې سیارې پر سطحه د ژوند کولو هېڅ امکان نشته او نه هم کومه نښه پرې لیدل کیږي، ځکه چې په مثبت شپږ سوه (600) او منفي څو سوه درجې دمائي اختلاف او بدلون کې ژوند کول ناممکن دي.

نوټ:
که هر څوک پر فضائي سیر او سفر باندې یقین نه لري، هغه ته پکار ده چې؛ د سوره الرحمن 33 نمبر آیه مبارکه (له ترجمې او تفسیر سره) وګوري.

نور بیا… ان شاءالله! دا لړۍ دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx