افغانستان

د اداري فساد له امله د تورخم کمیساري ټول مسئولین ګوښه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل): په تورخم بندر کې د مسافرو او سوداګرو د پرلپسې شکایتونو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تورخم کمیسارۍ کې ټول مؤظفین ګوښه او پرځای يې نوي کسان ګومارلي دي.

آزاد خبریال طاهرخان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په حواله ویلي، چې دا ګام یې د خلکو ستونزو ته د حل په موخه پورته کړی دی.

نوموړي خبریال دغه راز ادعا کړې، چې په تیرو دوه میاشتو کې یې دوه ځل د تورخم له لارې سفر کړی، چې په خبره یې په تورخم کې له عامو خلکو سره د امنیتي ځواکونو چلند مناسب نه ؤ.

طاهرخان وايي، په تورخم کې ګومارل شوو امنیتي ځواکونو به د خلکو د ګڼې ګوڼې د خپرولو او د هغوی د ویرولو لپاره له کوتک او ټوپکو څخه کار اخیستلو.

نوموړي دغه راز په تورخم کې له مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو چلند هم ناخوښ یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو ګڼو مسافرو د تورخم له پخوانیو مسئولینو څخه شکایتونه کړي او هغوی یې په اداري او مالي فساد تورن کړي وو.

په شکایتونو کې راغلي وو، چې د تورخم کمیسار د خروجي ټاپه په خپل جیب کې اچولې وي او هرکس له ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ ډالرو په بدل کې د خروجي ټاپه د لارې په سر وهي.

باید وویل شي چې تیره اونۍ د همدې شکایتونو د څېړلو او مسافرو د ستونزو د رسنیز کولو په خاطر د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ هم په تورخم کې د امنیتي ځواکونو لخوا وهل شوی، کامره او موبایل ورته مات شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

بايد د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه د فساد مخه په ټول افغانستان کې ونيسي. دا يو نيک او ښه راتلونکې د پاره يو ښه ګام دئ. مننه

عبدالله مجید وردک

مسءولین یی باید محاکمه شی ، نه گوخه ، ایمان خرسوونکی گدایی ته مجبور کری دا شیطان او نفس اماره بسوء بنده گان باید دیر ذلیل شی !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx