افغانستان

افغان حکومت پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر کې خپل استازي ګومارلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل): رویټرز خبري آژانس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې افغانستان د پاکستان، متحدو عربي اماراتو او قطر په ګډون درېیو هېوادونو کې خپل نوي سفیران معرفي کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې سرداردمحمد شکیب مشهور په موسی فرهاد چې پخوایې د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس په توګه کار کړی، اوس په پاکستان د افغانستان د لوی سفارت د سفیر په توګه ګومارل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویاند هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په دغه کار سره به افغان سفارت ته اجازه ورکړي ترڅو د کونسګلرۍ چارې سرته ورسوي.

ددې ترڅنګ په قطر او متحدو عربي اماراتو کې هم افغان حکومت خپل نوي استازي معرفي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت د پاکستان په کویټې، پېښور او کراچۍ کونسلګریو کې هم نوي کونسلران ګومارلي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسئولین د پورته موضوع په هکله له څه ویلو څخه ډډه کوي.

که څه هم یادو هېوادونو تراوسه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د اسلامي امارت لخوا د سفیرانو معرفي کول دا جوتوي چې یاد هېوادونه د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو ته شنه څراغونه بل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx