ورزش

د لوبې پرمهال د نندارچیانو او امنیتي مسئولینو ترمنځ د اخو ډب پېښه بیا تکرار شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ا): د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ په شل اوریز جام کې له سیالۍ وړاندې هغه مینوالو چې ټکټونه یې نه وو اخیستي او لوبغالي ته یې د ننوتلو هڅه کوله د پولیسو تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې هغه نندارچیان چې ټکټونه یې نه درلودل او لوبغالي ته یې د ننوتلو کوښښ کولو د پولیسو او امنیتي مسئولینو له لوري یې مخه نېول شوې. په دې کې هغه سلګونه نندارچیان چې ټکټونه یې درلودل هم لوبغالي ته نه دي پریښودل شوي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوبې وروسته د شپې ناوخته اعلامیه خپره کړې چې وایي، له ۱۶ زرو زیات کسانو ته ټکټونه ورکړل شوي خو دا چې زرګونه هغو کسانو چې ټکټونه یې نه درلودل دوبۍ ښار ته یې سفر کړی او غوښتل يې په زوره لوبغالي ته ننوځي».

د دوبۍ پولیسو او امنیتي مسئولینو د نندارچیانو مخه نېولې تر څو اضافي نندارچیان لوبغالي ته داخل نشي، او د لوبې پرمهال وضعیت کنترول وساتي.

داسې یوه پېښه په ۲۰۱۹م کال کې د انګلستان په هیډینګلي لوبغالي کې هم رامنځته شوې وه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو ورځني جام سیالۍ پرمهال له سیالۍ وروسته د د دواړو لوریو نندارچیانو ترمنځ اخو ډب رامنځته شوی و.

د آی سي سي اعلامیه وایي، «پولیسو او امنیتي مسئولینو ته خبر ورکړل شوی و تر څو له ۷ بجو ځایي وخت وروسته هیڅ کس ته د داخلېدو اجازه ورنکړي او ټولې دروازې باید وتړل شي، تر څو دننه لوبغالی خوندي او چاپيریال کنترول وساتي».

د کرکټ نړیوالې شورا ICC، د اماراتو کرکټ بورډ ECB، او کوربه هند کرکټ بورډ BCCI له هغو نندارچیانو بخښنه غوښتې چې ټکټونه یې اخیستي وو خو بیا هم لوبغالي ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

له لوبې وړاندې د ملي لوبډلې سوکه نامتو توپ اچونکي راشد خان له مینوالو غوښتي وو تر څو له لوبې خوند واخلي او په ساړه دماغو د لوبې ننداره وکړي او لوبغاړي تشویق کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د اماراتو د کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې چې د تيرې شپې د پېښې په اړه بشپړه پلټنه وکړي، او غواړي له چارواکو سره له نږدې کار وکړي تر څو په راتلونکي کې داسې پېښې تکرار نشي.

د شل اوریز نړیوال جام په اوږدو کې د ځایي محدودیتونو په اساس که څه هم د اسیایي لوبډلو لپاره ټیکټونه په لوړه کچه پلورل کیږي، لوبغالي ته د مینوالو ۷۰-۸۰ سلنه ظرفیت اجازه ورکړل شوې ده.

له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې د ملي لوبډلې مشر محمد نبي له افغان مینوالو د داسې پېښو د بیا نه تکرار غوښتنه کړې او دوی ته یې سپارښتنه کړې چې د لوبې لپاره ټیکټونه واخلي او بیا لوبغالي ته ورشي.

باید وویل شي چې تېره شپه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیالي ترسره شوه، په دغه لوبه کې پاکستان افغانستان ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د درې رنګه بیرغ ملاتړو درې مخو افغان کرکټرانو د افغان ولس سره دوې جفاوي وکړې. یو وار یې د افغان ولس لخوا پرزول سوي رژیم د بیرغونو په رپولو خپل جیبونه ګرم کړل او بیا یې د دوئ سیال ملت پاکستان ته ګټلې لوبه ور ډالۍ کړل او خپله فتحه یې په شکست بدله کړل. ستر جنرال مبین خان که ولي نه دی خالي هم نه دی. ویل کیږي چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي یو ځل د متروکه نظام بیرغ پر رپولو ښه ډیري ډالري پورته کړې او بیا په افغانستان کي د مومنو مسلمانانو د عتاب څخه… نور لوستل »

غمی،پښتین

عبدالرقیب صاحب ته.
متل دی وایی چه سل په لیلا لاړی د لس یی د بنګړو، ټول افغانستان طالیبانو پاکستان په غیږ واچوه،دا یوه لوبه خو د ځوانانو هم تر قربان وی

عبدالرقیب

طالبانو به تر اوسه و پاکستان ته داسي سند نه وي ور امضاء کړی چي په افغانستان کي داسي څوک راوښیه چي تر سترګو دي بد ایسي، فوراً یې په لاس درکوم؟ نو بیا دا خبره دي تر څه پوري وکړل؟

ملا جانان

فکر نه کوم چي ستر جنرال مبین خان دي دا ځل ملي کرکټران د سپین بیرغ په ښکلولو پریږدي. د لوبي قصدي بایلولو د دوئ ګناه یو په سله ور درنه کړې ده. الله دي خیر پیښوي. مقصد که چا ستر جنرال صاحب هشتاد و دو پر اوږه د حامدکرزي د نړیوال هوایي ډګر پر لور ورروان ولیدی، د خدای پار مو ورته نیولی دی چي په زاریو او ژړا دي یې راوګرزوئ. مه پریږدئ چي میدان ته داخل سي. دا کرکټران که خپله د مرګ مستحق دي خو اولادونه او میرمني به لري، د هغوئ په خاطر یې باید… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx