افغانستان

امنیتي ځواکونو په ننګرهار یوه واده کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل):  د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو په یوه واده کې د موسیقۍ د غږولو پر سر ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پژواک  خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې دغه پېښه د سره رود ولسوالۍ په شمشپور مار غونډۍ کلي کې بېګا شپه رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې امنیتي ځواکونه تېره شپه یوه واده ته  چې موسیقي يې غږوله ورغلي او د موسیقۍ د بندولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

پر فیسبوک د دغې پېښې په تړاو حفیظ الله ګردش لیکلي چې دغه واده دده ۴ تره زامنو و او د موسیقۍ لپاره دوی د سیمې د طالبانو اجازه  هم اخیستې وه.

هغه ادعا کړې چې درې تنه طالبان د شپې لس نیمې بجې د واده ځای ته راغلل او هغه انګړ کې چېرته چې ډيکونه چالان ول ننوتل او ډيکونه يې مات کړل.

د ګردش په وینا وروسته د طالبانو او د کور د ځوانانو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه او په پای کې طالبانو پر دوی ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې دوه د ده ځوان تره زامن مړه او ۹ نور ټپیان شول.

هغه ویلي چې دوی ټپیان ولایت ته وړل خو د سره رود ولسوالۍ اړوند طالبانو ورته اجازه ورنه کړه.

هغه ویدیو چې د ننګرهار په مرکزي روغتون کې شوې یو تن ټپي پژواک خبري اژانس ته وايي چې « د شپې طالبانو ‎ ډزې وکړې، ډيک یې مات مات کړو او بیا یې ضربې وکړې او وتښتېدل»

یو بل ټپي کس وايي « پرون یو نفر یې ووهلو، موږ هغه انتقالولو. طالبانو راته دریش کړلو. یو ویل چې تاسره زخمي دی لاړ شه. زه چې روان شوم،  دوی فایر وکړ. ما زخمیان انتقالول. اوس ۸ زخمیان دي ۲ نور مړه دي».

د شمشپور مار غونډۍ کلي یو بل کس د پېښې په تړاو ویلي چې د واده کور کې ډیک (موسیقي) غږیدلو او دوی ډمان نه و راوستي. هغه زیاته کړې چې دوی طالبانو ته وویل چې د کلي د مشرانو طالبانو څخه یې اجازه اخیستې ده.

د سره رود امنیه قومندان قاري محمد علي هم د پېښې پخلی کړی دی.

هغه ویلي دي چې په یاده پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي او هغه ډلګی مشر یې نیولی او قومندانۍ ته راوړي دي چې د مقتولینو کورنۍ پرې دعوه کړې ده.

که څه هم په ښارونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د سرغړونو او خپلسریو راپورونه اوس کم ورکول کیږي خو په لرې پرتو ولسوالیو کې اوس هم امنیتي ځواکونه خپلسري اقدامات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دغو ځناورو ته باید سخته سزا ورکړل شي. دوی د یوې خوا خلک وژني او د بلې خوا د اسلامي امارت مشکلات چې هغسې هم زیات دي، نور هم زیاتوي. په همدا تېرو دوو میشتو کې د ډېرو خلکو د لېوالتیا کچه د طالبانو په تړاو ډېره ټیټه شوې ده. دوی اوس هغومره د طالبانو سره مینه نلري لکه چې پخوا یې لرله. طالبان نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي، ښځې کارونو ته نه پرېږي، په ودونو کې چې د خوشالۍ مسئله ده، ژوندۍ موسیقي خو پرېږدئ، ډېک او ان ملي اتڼ هم نه پرېږدي. دوی دا هر څه د شریعت… نور لوستل »

عبدالرقیب

سزا باید هغو طالب چارواکو ته ورکړل سي چي و دې فاسقینو ته یې د سرود ږغولو اجازه ورکړې او د واده مسئولو مشرانو په شا باید سوټي ورومنډل سي چي خپل ځوانان یې تر دې حده په حرامو کارونو اموخته کړي دي چي د سرود د آلانو په دفاع کي د مومنانو سره شخړي کوي. سرود په اسلام کي حرام دی. یوازي کافر حق لري چي سرود وږغوي هغه هم په داسي ډول چي ږغونه یې د مسلمانانوغوږونو ته ورنه سي. دا ټول هغه خلګ دي چي د کمونیسټي رژیم په دور کي چي به خاد، ادرو او پولیسو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx