ورزش

د غازي امان الله خان جام ګټونکې لوبډله او غوره لوبغاړي څوک دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د غازي امان الله خان جام سیالیو پایلوبه کې مس عینک لوبډلې د امو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دریم ځل لپاره یې دغه اتلولي خپله کړه.

د شاهد الله کمال په مشرۍ مس عینک لوبډلې په یاد ټورنمنټ کې په زړه پورې کاکردګي وښوده او تر پایه یې هیڅ لوبه کې ماتې ونه منله.

د لیست اې سیالیو په پایلوبه کې د مس عینک او امو لوبډلې مخامخ شوې چې لومړی امو لوبډلې توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې ۷۴ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري عمران علي ۳۱ زیاتې منډې وکړې. د مس عینک له لوري فضل نیازي ۴ او ضیاء الرحمن ۳ لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د مس عینک لوبډلې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو په ۱۵ اورونو کې یې ټاکلی هدف بشپړ کړ او د ۷ ویکتو په توپیر یې بریا خپله کړه. په دې سره مس عینک د دریم ځل لپاره د غازي امان الله خان جام سیالیو اتله شوه.

په یاد ټورنمنټ کې ځلیدونکي لوبغاړي او توپ اچونکي څوک دي؟

د غازي امان الله خان سیالیو په لړ کې د مس عینک توپ وهونکي شاهد الله کمال په توپ وهنه کې په زړه پورې کارکردګي وړاندې کړه او ۲ سلیزې او ۲ نیمه سلیزې ووهلې.

نوموړي په ۲۰۳ اوسط سره په یاد ټورنمنټ کې ۴۰۶ منډې وکړې او د یادو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل شوه، نوموړي دغه راز ۶ ویکټې هم اخیستې دي. هغه په ۶ لوبو کې ۴ ځل ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

د نوموړي سربېره د بست لوبډلې مخکښ توپ وهونکی احسان الله جنت هم ښه وځلېد او په ۵ لوبو کې په ۶۱ اوسط سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې، نوموړي ۱ سلیزه او ۲ نیمه سلیزه هم وهلې دي. دریم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی د امو لوبډلې عمران میر دی چې په ۵ لوبو کې په ۵۰ اوسط سره ۲۵۰ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې ځوان سوکه توپ اچونکی نور احمد ښه وځلېدو چې په ۶ لوبو کې ۱۴ ویکټې واخیستې، هغه د مس عینک لوبډله کې و چې اتلولي یې وګټله او تر ټولو مخکښ توپ اچونکی شو.

په دویم زیاتو ویکټو اخیستونکو کې د امو لوبډلې سوکه توپ اچونکی عبد الواسع دی چې په ۵ لوبو کې ۱۲ ویکټې واخیستې. دغه راز د مس عینک ضیاء الرحمن په ۴ لوبو کې په ۹ ویکټو اخیستلو دریم توپ اچونکی شو.

په غازي امان الله خان سیالیو کې مس عینک، امو، کابل بازان، سپين غر زمریان او بست لوبډلې ګډون کړی و چې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه پېل شوې او د همدغې میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېدې.

May be an image of ‎1 person and ‎text that says "‎MANULL ÛHKHAN a ماناخانوخنی AC”A MEDIA MIS MIS Most Wickets Player M Inns Noor Ahmad Mis-e Ainak Wkts BBI 6 Ave 6 Econ 14 SR Abdul Wasi Amo 4 5 4/54 16.64 5 4.52 22.0 5 1 O 12 5/54 Ziaur Rahman Sharifi Mis-e Ainak 14.91 4.85 4 18.4 O 4 Ibrahim Amo 4/42 14.55 4.65 5 18.7 0 5 O 9 Zohaib Amo 3/14 19.00 4.50 25.3 5 O 5 Ο 7 3/27 29.28 5.25 33.4 O 0‎"‎‎May be an image of ‎1 person and ‎text that says "‎AMANULL HKHAN F ی AA ACB MEDIA Most Runs MIS EAINAK Player M Inns NO Shahidullah Kamal Mis-e Ainak RUNS HS 6 6 Ave SR 4 100 Ihsanullah Bost 406 120* 203.00 50 5 93.33 5 2 0 2 305 Imran Amo 125 61.00 5 96.21 5 1 O 2 250 122 Rahmanullah Mis-e Ainak 50.00 6 89.60 6 1 1 3 239 103* Munir Ahmad Bost 79.66 5 103.91 5 1 O 2 225 102 75.00 79.50 1 1‎"‎‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx