
ترکمنستان له افغانستان سره د خپلو سرحداتو امنیت څخه ډاډه دی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په کابل کې له خپل افغان سیال مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د هر اړخیزړو اړیکو پراختیا او دوامداره همکاریو ته چمتو دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې ښاغلي مرادوف دغه راز له افغانستان سره د خپلو سرحداتو د بشپړ امنیت او سوداګریزو چارو څخه خوښي څرګنده کړې ده.
په دغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم له ترکمنستان سره د ګډو پروژو د تطبیق لپاره تیاری ښودلی او له ترکمن چارواکو یې غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې باید افغان سوداګرو ته د ویزې او نورو برخو کې لازمې آسانتیاوې ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې دواړه لورو هوکړه کړې چې د سون توکو د بیو د کنترول لپاره باید د تیلو او ګازو سوداګري پراخه شي او همدارنګه د دواړو هېوادونو سکتوري وزارتونه به د بهرنیو چارو وزارت په مرسته تخنیکي ناستې کوي، ترڅو د ټاپي او نورو پروژو د پیل لپاره لارې هوارې کړي.
باید وویل شي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ لوړ پوړی ترکمن پلاوی نن د شنبې په ورځ افغانستان ته راغلی دی.
مرادوف په دغه سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د اسلامي امارت د ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد، د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند، د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په ګډون ګڼو افغان چارواکو سره لیدنې او ملاقاتونه کړي دي.