نظــر

د حزب الله د مرستې غږ خواخوږي که پټ حرص

لیکوال: چغتايي

تېره جمعه د حزب الله شيعه ګوند مشر حسن نصر الله خپله خطبه کې د غزې خلکو سره همدردې څرګنده کړه، او د يهودانو يرغل يې ناوړه کړنه وبلله، نو موړي لدې وړاندې هم څوځل د روان يرغل په اړه وويل چې دی غواړي د حماس سره پدې جګړه کې همکاري وکړي، او غزې ته خپل پوځيان واستوي، ترڅو هلته د دوی په قيادت جګړه وکړي.

خو د ځای سياسي چارو کارپوهان د حزب الله د دې غږ په اړه خپل خلاف نظرونه څرګندوي او د دې مرستې په اړه خوشبينه ندي او وايې: د حزب الله هغه جنګي توان ندی پاتې، نوموړي د سوريا او عراق جګړو کې ډېره لويه مالي او ځاني ضربه خوړلې. دې وروستيو رسنيو کې د حزب الله ګوند لخوا د سوريايې مهاجرينو تښتول او د بدني غړو پلورلو اسناد هم خپاره شول، راپور زياتوي د حزب الله دګوند لويه سرمايه په عربي هيوادونو کې کنګل شوې، پر تجارتي کمپنيو او صنعتي فابريکو بنديز لګول شوی، د خليج ولسونو يې د فابريکو جوړو شوو توکو له اخيستو سره پريکون کړی. اوس حزب الله ګوند د ايراني چندو او ماشومانو د بدن په غړو د تجارت څخه غير نور ډېر کم مالي ملاتړ لري.

شننونکي پدې اند دي چې حزب الله پدې ګام سره غواړي خپل بايلل اعتبار او ابرو راوګرځوي ځکه؛ د سوريا او عراق جګړه کې د دوی ګډون خپل تېر محبوبيت له لاسه ورکړی، اوس هم د دې ګوند درې سوه جګړه ماران د عراق دمسلمان مظلوم ولس سره په جګړه بوخت دي، او د دې شمېر څوچنده زيات يې د سوريا د مسلمان ولس په زړونو کې غاښونه خښ کړي، حزب الله ګوند سيمه کې هغه وخت محبوبيت وګاټه کله يې چې د يهودانو پر خلاف جګړه کې د هغوی لښکرې په تمثيلي ډول په شا وتمبولې، دې کار عربان پر حزب الله ورمات کړل، د دې فرصت نه په ګټه تنظيم په هر عربي هيواد کې خپلې کمپنۍ پرانيستلې او دخليج ټولو هيوادونو د دې ګوند پر مخ خپلې دروازې خلاصې کړې، او لبنان کې يې هم د خپل واک سيمه پراخه او ډېر پلويان پيدا کړل.

خو هماغه مهال هم ددې ګوند دا مقاومت د ځينو سياست پوهانو تر نيوکو لاندې راغی، او د يهودو جګړه يې يوه نمايشي جګړه و ګڼله، د القاعدې ليکولانو پدې اړه يوڅه څيړنې هم خپرې کړې، او دا يې له څرګنده کړې وه چې د يهودو او حزب الله دا جګړه يې په عربي نړۍ کې د حزب الله د نفوذ پيدا کولو لپاره ده، او د دې ګوند د مشر حسن نصر الله او يوه امريکايې د پټې ناستې ځينې ويډيو ګانې هم نشر کړې وې، او دا وړاندې وينې يې کړې وې چې دا جګړه عربي دولتونو کې د شيعه ايزم لپاره دروازې پرانستلو په تکل ده. خو د حزب الله ګوند ردولې او نړيوالو ته ځکه د منلو نوې چې د هغوی په نظر دا يو مذهبي ګوند ندی سره د دې چې د ګوند بنسټ ايښودونکی او او سنی مشر شيعګان دي، بلکې يو سياسي ګوند دی او يواځې شيعه ايزم پورې محدود ندی.
دا خبرې هغه مهال اوبو يوړې کله چې دې ګوند سوريا ته د ظالم ديکتاتور بشار په ملاتړ د سوريا مسلمان ولس پر خلاف مداخله وکړه، او هلته يې خپل پوځيان وليږل، د سوريا په مظلوم ولس يې ډېر ظلمونه وکړل، ورپسې يې داغلطي په عراق کې هم تکرار کړه، دې کړونو د نړۍ مسلمانانو ته څرګنده کړه چې نوموړی ګوند سيمه کې يواځې د شيعه د دولتونو په پلوی جنګيږي او دهغوی قوي ملاتړی دی. د حزب الله دې اقدام نه يواځې داچې د قرضاوي پڅير ملاتړي له لاسه ورکړه ـ قرضاوي صيب دا ګوند حزب اللات په نامه ياد کړ، او ويې ويل چې حزب الله خو د الله لښکر دی او د الله لښکر خو ظلم نکوي، تاسې خو د طاغوت په لاره کې جګړه کوی، او دا يې هم په يوه ويډيويې بيان کې څرګنده کړه چې زه په د وی باندې تېروتی وم ـ بلکې عربي دولتونو څخه يې ډېرې مالي مرستې هم وبايللې. مرسي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال حزب الله سره ښکاره دښمني اعلان کړه، غږ يې پر وکړ ترڅو سوريا پريږدي، او د ده مداخله يې مظلوم سوريايې ولس سره ظلم وګڼلو، نو مصر کې اخوان او فلسطين کې حماس د حزب الله دا اقدام سخت غندلی ؤ.

بل داچې د فلسطين او سوريا ولسونه خپلو کې ورونه او د تره زامن دي؛ يو فلسطينی ماشوم به د هغه حزب الله نه چې سوريا کې يې ورته تره او ماما وژلی د لته د سر د ساتنې څه تمه ولري؟ خو دې لباس کې عزې ته د حزب الله تګ به ولس سره همدري او مرسته نه بلکې حماس ته سيمه کې ګواښ وي، ځکه کيدای شي دی هلته د دې حالاتو ښکار کولوسره د خپلو شخصي ګټو په لټه کې وي.

يا خو کيدای شي يهودان له غزې د بيرته شاتګ ارادې ولري؛ ځکه هغوی د دې جګړې ځاني او مالي خسارې، او دغه راز د نړۍ د ولسونو غبرګونو او د حماس قوي مقاومت د جګړې د نور اږدوالي څخه مايوسه کړي وي، خو دې لپاره چې سيمه کې د حزب الله هغه بايللی ملاتړ بيرته راوګرځوي او د خلکو له زړونو يې کرکه او دښمني وباسي، او عربي هيوادنو کې د حزب الله نوم يوځل بيا را ژوندی کړي، ده سره د يوه جوړ جاړي وروسته يې ورته د راګډېدلو زمينه مساعده کړه، او هلته د دې ګوند موجوديت که له يوې خوا عربو کې نفوذ پيدا کيدو لامل ګرځي له بل پلوه غزه کې حماس ته د يوګواښ پڅير د يو يهود ملاتړي ګوند بنسټ ايښودل کيږي.

او پای کې به غربي رسنی د جګړې ګټونکی حزب الله اعلان او د برياليتوب تاج د حسن نصر الله په سر کيښيږدي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habibullah

ځه خو وائم چی شیاګان پردې دنیاهس حق نه لری دا د مسلمان ازلی دښمن دی الله دی اکړی چه دحزب الله دا ګوند تبا او بر باد شې دا هغه خلک دی چې کم د میر صادق او.میر جافر په لباس کی پټ دې

susi

میر صادق او.میر جافر?

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x