افغانستان

افغان چارواکي ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر ته: د ریل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او نوري فایبر په ګډون د دواړو هیوادونو له ګډو پروژو ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل):  د افغانستان د رئیس الوزرا په مشرۍ افغان پلاوي نن په کابل کې د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشیدمرادوف او مل پلاوي سره په کتنه کې  د افغانستان او ترکمنستان پر اړیکو، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو او ګډو پروژو بحث او خبرې کړي دي.

د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان چارواکو د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دوی د ریل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او نوري فایبر په ګډون د دواړو هیوادونو له ګډو پروژو څخه په کلکه ملاتړ کوي او هغه د افغانستان او ترکمنستان په ګټه بولي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې افغان لوري په نننۍ کتنه کې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د ترکمنستان حکومت د هڅو مننه کړې او ټینګار يې کړی چې د ګډو زېربنایي او انکشافي پروژو دوام او تطبیق د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټور دی.

په دغه کتنه کې د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې دوی په ممکنه ژر فرصت کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ملي پروژو د پیل غوښتونکي دي، ځکه د دغو پروژو د تطبیق لپاره د امنیت په شمول ټول اړین شرایط برابر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې وویل، چې د افغانستان او ترکمنستان  مناسبات تل د دواړو هیوادونو په ګټه دي او په بین المللي غونډو کې د اسلامي امارت د استازو حضور شدیده اړتیا ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د تطبیق په برخه کې د خپل هیواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او هغه یې د افغانستان او ترکمنستان د ولسونو د هوساینې او ارامتیا او سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره ګټور وبلل.

د چارو ادارې ویلي چې په دغه کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د زېربنایي او اقتصادي پروژو د امنیت د ټینګښت په برخه کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

هغه زیاته کړې، دا چې اوس په ټول هیواد کې امنیت ټینګ شوی، بناً د دغه راز پروژو د تطبیق لپاره د بل هر وخت په پرتله مناسبه موقع ده.

د یادونې وړ ده چې نن سهار د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و. د هغه هرکلي ته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کابل هوايي ډګر ته ورغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبر خو ملا برادر بیا په داسو مجالسو کی هیڅ درک نه لګیږی خدای مکړه چی حقانیانو ګوښه کړی نوی چی ټولشموله به په ریښتیا سره خرابی خواته ولاړه شی.

حامد

او همداسي د لاجورد لار ( وريښمو تجارتي لار) ته مو هم د مشرانو متوجه كول غواړم، تر څو د ترکمن پلاوي سره په دا باندى هم خبرې وکړي، او دا لار د تجارت لپاره بيا خلاصه کړى. (( او دا هغه لار چې د جمهوريت وقت کى ښه په نمايش سره افتتاح شولو, او بيا يې درک معلوم نشو او بل مهم دا : چې ازربايجان دولت کى قره‌باغ فتح وروسته، آزربايجان مستقيما د نخجوان ولايت له لارې د ترکيې سره وصل شولو اوس د لاجورد لار د پخوا څخه نوره هم را نيزدى شولو. ځکه پخوا به تر… نور لوستل »

٢٠٢١١٠٣٠_١٨٥٧١٠.jpg
Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx