افغانستان

چین ته د جلغوزو صادرات سر له سبا بیا پیلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل):  د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې  چین ته  د جلغوزیو صاردات سر له سبا بیا پیلیږي.

د بهرنیو چارو وزرات د معلوماتو له مخې  د جلغوزو لومړنۍ الوتکه به د چین شانګهای ته ځي او په دې تړاو سبا سهار په کابل هوايي ډګر کې غونډه هم نیول شوې ده.

چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د اکتوبر په ۲۶مه په دوحه کې چین ته د جلغوزو پر صادراتو تفصیلي بحث وکړ چې چینايي لوري په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د افغانستان جلغوزي ډالۍ کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د غنی ته خیر وکړی چی دا کار یی د خلکو د اقتصاد د ودې په خاطر پریښود. طالبانو تر اوسه داسی یو اقتصادی کار ندی کړی چی هغه سره حد اقل یو دوه کسه بیکار پکار وګمارل شی. د غنمو توضع د نړی د غذایی پروګرام یوه برخه ده هر کار ګر ته ۱۰ کیلو غنم د کار په مقابل کی توضع کیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx