ورزش

اصغر افغان له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او لوبغاړي اصغر افغان په یوه ویدیويي پیغام کې له هر ډول نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړه.

ښاغلي افغان ویلي چې سبانۍ د نمیبیا پر وړاندې لوبه به یې وروستۍ لوبه وي او دی خپل ځای ځوانانو ته پریږدي.

هغه د ټولو پخوانیو لوبغاړو په ځانګړي ډول کریم صادق، هستي ګل عابد او نوروز منګل څخه مننه کړې چې افغانستان کرکټ لوبډلې ته یې راوستی و.

اصغرافغان په تېرو څو لوبو کې د خرابې توپوهنې له کبله تر سختو نیوکو لاندې و او د لوبډلې څخه يې د کینولو غوښتنه تکراري کیدله.

نوموړي د پاکستان خلاف لوبه کې یواځې لس منډې وکړې. پر اصغر افغان تور دی چې د ځوانانو مخه یې نیوله.

اصغر افغان تر دې دمه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو بریالی لوبډلمشر بلل کېږي خو په انفرادي توګه یې د پام وړ کارکردګي نه ده ترسره کړې.

اصغر افغان په ۲۰۰۹م کال کې د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ پر وړاندې وکړه، په ۲۰۱۰ کې د ایرلنډ خلاف لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه او په ۲۰۱۸ کې یې د ټست لومړۍ لوبه وکړه.

نوموړي د افغانستان لپاره ټولې ۱۱۴ یوه ورځنۍ لوبې کړي چې ټولټال یې ۲۴۲۴ منډې کړي، هغه یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې وهلې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو پر اساس ښاغلی افغان تر دې دمه ټولې ۷۴ شل اوریزې لوبې کړي چې ۱۳۵۱ منډې یې کړي دي. او په شپږ ټست لوبو کې یې ۴۴۰ منډې کړي چې له مخې یې یوه سلیزه وهلې ده.

ښاغلی افغان په ۲۰۱۷م کې د نوروز منګل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي لوبدلې لوبډلمشر وټاکل شو، خو په ۲۰۲۱م کال کې له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx