نړۍ

کرونا او اقليمي بدلون د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو «جي شل» د سرمشريزې مهم ټکي دي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د شلو سترو صنعتي هېوادونو «جي شل» دوه ورځنۍ سرمشريزه د ايټاليا په پلازمېنې روم کې پيل شوې او مهم سر ټکي يې کرونا او اقليمي بدلون دي.

د ايټاليا لومړي وزير ماريو دراګي دغې غونډې ته په خپلې پرانيستونکې وينا کې د نړۍ د مشرانو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د کرونا وبا له پيله دا لومړنۍ حضوري غونډه ده.

د دې ناستې سرټکي کرونا وبا او اقليمي بدلون دي.

د ايټاليا لومړي وزير ویلي، د کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو کې يوازې دوه سلنه نفوس يې د کرونا ضد واکسيونونه کړي دي.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير مير پوټين او د چين ولسمشر شي جين پينګ په دغه ناسته کې په انلاين ډول ګډون کوي او نور ګډونوال يې حضوري دي.

د برتانيې لومړي وزير بوريس جانسن دغې ناستې ته د خبرو پر مهال خبرداری ورکړی، که بېړني اړين ګامونه پورته نشي، اوسني نسلونه به شاتګ ته اړ شي او راتلونکو نسلونو ته به داسې چاپېريال پاتې شي، چې ژوند کول به په کې ستونزمن، بلکې ناشوني وي.

د جي شل غونډې ته د ملګرو ملتونو پيغام

ملګرو ملتونو د جي شل غونډې ته په خپل پيغام کې ويلي، چې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وکړي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټن ګريفيتس دغې ناستې ته په خپل پيغام کې ويلي، د افغانستان ولس بېړنيو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتيا لري او له پنځوس سلنه ډېر افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

ښاغلي ګريفيتس وويل، چې د جي شل غونډې ګډونوال بايد افغانستان ته جدي پاملرنه وکړي او د پېښېدونکي بشري ناورين په مخنيوي کې پاموړ ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx