افغانستان

جي شل غونډې ته د اسلامي امارت پيغام: نړۍ بايد زموږ حکومت په رسميت وپېژني

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د ايټاليا پلازمېنې روم کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو دوه ورځنۍ غونډې ته په خپل پيغام کې ويلي، چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي او نوی افغان حکومت بايد په رسميت وپېژندل شي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبیح الله مجاهد د شلو سترو صنعتي هېوادونو «جي شل» سرمشريزې ته په خپل پيغام کې ويلي، چې د امريکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي، نړۍ بايد له افغانانو سره مرستې وکړي او نوی افغان حکومت په رسميت وپېژني.

ښاغلي مجاهد په کابل کې يوې خبرغونډې ته ويلي، امريکا پر يو شمېر هېوادونو فشار وارد کړی، چې د افغانستان حکومت په رسميت ونه پېژني.

د اسلامي امارت وياند وايي: «په افغانستان د جګړه څپرکی پای ته رسېدلی، د امريکا په ګډون له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له لويديځو هېوادونو سره د اړيکو د نوي باب پرانيستو غوښتونکي يو او د جي شل غونډې ګډونوالو ته يو ښه پيغام دا دی، چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.»

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، چې په رسميت پېژندل يو اساسي اړتيا ده او افغان حکومت دې ته نږدې شوی، چې د نړۍ هېوادونه يې په رسميت وپېژني.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي هم وړمه ورځ ويلي و، چې په رسميت د پېژندو شرطونه يې پوره کړي او نړۍ بايد اوس د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

ذبيح الله مجاهد وايي، که امريکا او نور هېوادونه غواړي، چې امنيت يې خوندي او نور هېوادونه له دې ځايه ونه ګواښ شي، نو افغان حکومت دې د يوه مسؤول جهت په توګه په رسميت وپېژني.

د ښاغلي مجاهد په باور، که امريکا افغان حکومت په رسميت نه پېژني، دا په خپله د سميې او نړۍ لپاره ستونزه ده.

امريکا او نړيواله ټولنه په رسميت نه پېژندل د سياسي فشار په توګه کاروي

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د ځينو ستونزو سربېره اوسنی حکومت د افغانانو لپاره ګټور دی او اړينه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژندل شي.

د پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه فضل هادي وزين وايي، چې د حکومت په رسميت نه پېژندو تاوان افغان ولس زغمي او نړۍ بايد د شته ستونزو سربېره د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني.

پخوانی افغان ډيپلوماټ عزيز معارج وايي: «نړۍ د رسميت نه پېژندو موضوع د سياسي فشار په توګه کاروي.»

د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت له دوو مياشتو زيات کيږي، تر اوسه هېڅ حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو د دې سربېره د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، چين، ایران او پاکستان سربېره د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره راشه درشه لري او داسې تمه شته، چې په لنډ راتلونکي کې د سيمې او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه افغان حکومت په رسميت وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

نړۍ مو ولې په رسميت وپېژني؟ له ځانه مو هوښيار او له نورې بهرنۍ نړۍ مو ساده ګان جوړ کړي دي. رسميت پېژندنه مو پخپل لاس کې ده. هغه څه مو چې ورسره منلي هغه عملي کړئ، خو تاسې له خپلې ژمنې پر شا شوي ياست. د خپلې پرېکړې درېيمه برخه دې ولوله چې تاسې ته هلته څه سپارښتنې شوي دي؟ PART THREE   1. The United States will request the recognition and endorsement of the United Nations Security Council for this agreement.   2. The United States and the Islamic Emirate of Afghanistan(16) which is not recognized by the… نور لوستل »

عكاشه

والله چه ذره حیا هم په تاسو کی نشته، همدی نړیوالو په تاسو کوم ناوړی عملونه ونکړل چه اوس ورته د رسمیت پیژندلو زاری کوی
الله ته رجوع وکړی او اصلی دین وپیژنی

ځیرک څارونکی

زاری ندی د حق د غوښتلو غږ دی او نړیوالو ته دا ور په زړه کول دی چی یو وخت مو مونږ ته د ژوند حق نه راکاوه اما اوس مو باید حکومت په رسمیت وپیژنی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx