نړۍ

چارسده: یو افغان ژوندی په اور سوځول شوی؛ پولیسو متهم کسان نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په چارسدې سیمه کې ځايي خلکو یو «معذوره» افغان او مور يې ژوندي په اور سوځولي دي.

د چارسدې سیمه‌ییز پولیس وايي چې وژل شوی معذور تن ملنګ جان نومیږي او د چارسدې د پله ډيرۍ سیمې یو ۱۶ کلن ځوان هلک سره یې پر کوترو لانجه راغلې چې بیا دغه معذوره افغان یاد ځوان پر ډزو وژلی دی.

د راپورونو له مخې له پېښې وروسته د کلي خلک او د وژل شوي ځوان کورنۍ او خپلوان د معذوره افغان کور ته ورغلي او اور يې ورته اچولی دی.

په دغه پېښه کې ملنګ جان په نوم افغان وژل شوی او مور يې سخته سوځېدلې ده. سمانیوز ته د سیمې ډاکترانو ویلي چې د ملنګ جان مور وضعیت خراب دی.

عیني شاهدان وايي چې پولیسو د افغان تبعه د قتل په تور ۱۶ کسان نیولي دي.

د خیبرپښتونخوا لومړي وزیر او د  پولیسو ایالتي مشر د یادې پېښې د پلټنې امر کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې د متهمو کسانو خلاف باید اقدامات وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تکبیر اللّٰه

سلامونه قبول کړي،
ستاسو د پر وخت او دقیق نشرياتو څخه موږ يو جهان مننه کوو،
داسي ويل کيږي چې تیره شپه پاکستانی چارواکو پر سپين بولدک دروازه ۳ نفره په وهلو شهيدان کړيدي ايا تاسو معلومات لري کنه،،؟

طوطی

پاکستانیان نن سبا هر کار کولی شی او کوی یی. افغانان نه بازخواستګر لری او نه هم مشر. پاکستانیان بدون له ویزی افغانستان ته راځی لکه چی د ادی کور یی وی، دلته مقرریانی کوی او خپلی خوښی حکومت جوړه وی. خارجی سیاست مو همدا اوس د پاکستان لاس کی دی قریشی او عمران زمونږه په نمایندګی خبری کوی. ګل خانانو افغانانو باندی سخت ظلم شروع کړی او طالبان دومره بی واسه دی چی خپلو افرادو ته ډوډی نشی ورکولی څه رسه د مهاجرینو بیرته را تګ. طالب د حکومت په کولو سره اوس هم د ولس څخه خپل نسونه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x