افغانستان

د سره رود پر واده ډزې کوونکي نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې هغه کسان يې نیولي دي چې تېره ورځ یې پر یوه واده ډزې کړې وې او دوه کسان يې وژلي وو.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ امنیه قومندان قاری محمدعلي د نن ټکی اسیا خبریال ته د پېښې په تړاو ویلي چې دوی هغه کسان نیولي دي چې د شمشپور سیمې پر یوه  واده کې پر خلکو ډزې کړي دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

هغه ویلي چې نیول شوي کسانو کې یو تن ډلګۍ مشر دی چې حاضره په قومندانۍ کې له دوی سره توقیف دی.

بل لوري ته د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعیدخوستي هم تایید کړې چې دوه کسان یې نیولي دي او یو تن تښتېدلی دی.

قاري سعید خوستي ویلي چې درې «کسان د طالبانو له نوم څخه په استفادې ورغلي او غوښتنه یې کړې چې ساز و سرود بند کړي».

د خوستي په وینا د پيښې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي او یو تن تښتیدلی چې تعقیب يې روان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پيښې عاملين چې د اسلامي امارت له نوم څخه په استفاده یې شخصي تربګني پاللې د‌ شريعت منګولو ته سپارل شوي.

نن ټکی اسیا ته د رارسیدلي راپورونو له مخې دوه  شپې وړاندې د حاجي ملنګ جان په نوم د یو تن زامنو  واده ته طالبان ورغلي او د موسیقۍ د بندولو غوښتنه یې ترې کړې ده چې د امر د نه منلو له کبله طالبانو پر خلکو ډزې کړي دي.

پر فیسبوک د دغې پېښې په تړاو حفیظ الله ګردش لیکلي چې دغه واده دده ۴ تره زامنو و او د موسیقۍ لپاره دوی د سیمې د طالبانو اجازه اخیستې وه.

هغه ادعا کړې چې درې تنه طالبان د شپې لس نیمې بجې د واده ځای ته تللي او هغه انګړ کې چېرته چې ډيکونه چالان دي ننوځي او ډيکونه ماتوي.

د ګردش په وینا وروسته د طالبانو او د کور د ځوانانو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه او په پای کې طالبانو پر دوی ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې دوه د تره زامن مړه او ۹ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx