نړۍ

اوباما: که فلسطین خپل د دولت اعتراف وغواړي، مونږ به کومک پر بند کړو

نن ټکی آسیا: د امریکا ولس مشر باراک اوباما ویلي، که فلسطینیان خپل د هیواد په رسمیت غوښتني په سي هلي ځلي ګړندی کړی او دا موضوع دملګرو ملتونو په عمومي جمعیه کې را پورته کړي، او د ملګرو ملتونو څخه د خپل دولت اعتراف وغواړي نو دهغوی سره به امریکايي کومک بند سي.

هغه زیاته کړه دا چي فلسطینیان خپل د مستقل هیواد غوښتنه کوي، دا به هیڅ کله د منځنۍ آسیا د شخړي پای نه سي،

بلکي دا شخړه به د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ په اتفاق سره ختمیږي.

د یادوني وړ ده فلسطین چي د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د اسرائیل تر اشغال لاندي راغلی، تر اوسه پوري په ملګرو ملتونو کې د دولت په حیث په اعتراف نه دی پيژندل شوی، او نه يې تر اوسه رسمي حدود مالوم دي.

فلسطین غواړي چي ملګرو ملتونو څخه د یوه خپلواک هیواد په توګه د اعتراف غوښتنه وکړي، او په دې کار کې ګڼ شمېر عربي او نور هیوادونه ملګري کوي.

باراک اوباما وویل چي کیدای شي په څه موده کې فلسطینیان دا مسله د ملګرو ملتونو په عمومي جمعیه کې راپورته کړي، او هلته به يې ځیني هیوادونه ملګري هم وکړي، او مونږ هم هلته د یوه هیواد په توګه ووټ لرو، او مونږ به یې ددې په ضد استعمال کړو.

امریکا د اسرائيل سره د فلسطین په اشغال کې پرته د هر قید او شرطه کومک کوي.

{youtube}yTCgPjFhDGA{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x