شعـــــرونه

د ايثار درس/ نومير

فدامحمد نومير

د وطن د ابادۍ را باندې حق دی
د غريب د سوکالۍ راباندې حق دی

سخته ورځ نن ده راغلې زموږ په خلکو
د خپل ورور د لاسنيوي راباندې حق دی

بې له خدايه يې و بل ته اسره نسته
د ورور هم د ورورولۍ راباندې حق دی

د نفاق او د ايثار درس راسه ياد کړو!
د ګاوند د ګاونډي راباندې حق دی

مال د خيرې پاکول فرض او واجب دي
د پلار، مور، ورور او خورکۍ راباندې حق دی

کونډه خور يتيم وراره راځه راياد کړو!
درول يې د سلګۍ راباندې حق دی

چې نن نه سو غم شريک بيا به سو کله!
نن د هر غم شريکۍ راباندې حق دی

که مو لاس د محتاج و نه نيو نو بيا کله؟
د بې کس د بې کسۍ راباندې حق دی

تاته نه وايي دا وايي نومير ځان ته
د افغانې خوار مورکۍ راباندې حق دی

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

په شعر کې د ټايپي تيروتني اصلاح .
دانفاق او د ايثار درس راسه ياد کړو ( صحيح ) .
دنفاق او دايثار درس راسه ياد کړو ( غلط ).

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx