ورزش

شل اوریز جام: افغانستان نن نمیبیا سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډله په شل اوریز نړیوال جام کې نن یکشنبه د نمیبیا لوبډلې سره مخامخ کیږي.

دا به په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي وي، چې نمیبیا به د افغانستان سوکه توپ اچونکو له سختې ازموینې سره مخ شي.

د سکاټلینډ پر وړاندې له بریا وروسته افغان لوبډله د پاکستان پر وړاندې په وروستیو شېبو کې له ماتې سره مخ شوه چې په یوه اور کې پر کریم جنت ۴ شپږیزې ووهل شوې او ماتې یې ومنله.

د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته د ملي لوبډلې پخواني مشر اصغر افغان هم استعفا وکړه او زیاته یې کړې ده چې د نمیبیا پر وړاندې لوبه به یې په نړیوال کرکټ کې وروستۍ لوبه وي.

بل لوري ته د کرکټ نړیوالې شورا د راپور له مخې د نمیبیا لوبډلې منځني توپ وهونکو د سکاټلینډ پر وړاندې او په لومړي پړاو لوبو کې د سوکه توپ اچونکو مخه نېولې خو د راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي مخه نېول به یې تر ټولو سخته ازموینه وي.

د نمیبیا توپ اچونکو لپاره د افغانستان چټک توپ وهونکي هم یو خطر دی چې په پېل کې حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد لري.

افغانستان به نن په شل اوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې خپله دریمه لوبه ترسره کړي، چې نمیبیا ته په ماتې ورکولو سره لا هم نیمه پایلوبې ته د وتلو فرصت لري.

هندوستان او نیوزیلاند لوبډلو یوه یوه لوبه کړې او ماتې یې خوړلې ده، دوی نن ماښام مخامخ کیږي، همدا لامل دی چې لا هم افغان لوبډله د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د لار موندلو فرصت لري.

بل لوري ته نمیبیا په سوپر ‍۱۲ پړاو کې له سکاټلینډ سره مخ شوې او بریا یې خپله کړې ده، ددوی باور ممکن افغان لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان او نمیبیا ترمنځ لوبه به نن یکشنبه د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې د عربي اماراتو په ابوظبي لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx