افغانستان

په فراه ولایت کې یوتن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د فراه ولایت په مرکز کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو تن د ژغورلو خبر ورکړی دی.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال قاري بدرالدین وايي، چې تیره شپه د فراه ولایت مرکز «دهک» سیمه کې د استخباراتو ریاست د ځانګړو عملیاتو پایله کې دوه تنه انسان تښتوونکي نیولي او د هغوی له منګولو څخه یې تن ژغورلی دی.

هغه زیاتوي، ژغورل شوی تن چې سیدعلي نومیږي، دوه ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو لخوا تښتول شوی او په یوې زیرخانه کې ساتل کېده،چې اوس خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

د سرچینې په خبره په دغو عملیاتو کې دوه تنه انسان تښتوونکي(آغا جان او محمداعظم) چې دواړه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي دي له یو شمېر وسلو او مهماتو سره یوځای د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په همدې مهال د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوي تن(سیدعلي) د استخباراتو ریاست له پرځای او ګټورو عملیاتو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې نوموړی د خپل یو ملګري لخوا د میلمانۍ په پلمه د فراه له ښار څخه ایستل شوی او انسان تښتوونکو ته په لاس ورکړل شوی ؤ.

نوموړی زیاتوي، تښتوونکو ورڅخه په لومړي وخت کې غوښتنه وکړه ترڅو له خپلې کورنۍ څخه ۵۰۰ زره افغانۍ د خلاصون په بدل کې راوغواړي. هغه وايي د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې هم د اندېښنې وړ دی؛ خو نه پوهیږي چې ولې تښتول شوی دی؟!.

د اسلامي امارت له دویم ځل حاکمیت راهیسې دا لومړی ځل دی چې په فراه ولایت کې یو تښتول تن له تښتولو دوه ورځې وروسته د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل کیږي او تښتوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي.

باید وویل شي چې په هېواد کې د نوي نظام له راتګ سره د غلا او انسان تښتونې پېښې ترټولو ټیټې کچې ته راغلي او دا مهال خلک د شپې او ورځې له هرقسم ویرې او ډار پرته د هېواد په لروبر کې سفر کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx