افغانستان

ملګري ملتونه: «جي شل» سرمشريزه دې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته پاملرنه وکړي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): ملګرو ملتونو د ايټاليا په مرکز روم کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو «جي شل» غونډې ته په خپل پيغام کې ويلي، په دغه ناسته بايد د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وکړي.

دغه غونډه تېره ورځ د اټاليا په پلازمېنې روم کې پيل شوې او نن به هم دوام وکړي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټن ګريفيتس دغې ناستې ته په خپل پيغام کې ويلي، د افغانستان ولس بېړنيو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتيا لري او له پنځوس سلنه ډېر افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

ښاغلي ګريفيتس وويل، چې د جي شل غونډې ګډونوال بايد افغانستان ته جدي پاملرنه وکړي او د پېښېدونکي بشري ناورين په مخنيوي کې پاموړ ګامونه پورته کړي.

مارټن ګريفيتس د جي شل سرمشريزې پر ګډونوالو غږ کړی، چې د افغانستان په اړه ډېر محتاط و اوسي او د دغه بشري او اقتصاد وضعيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي ګريفيتس وویل، چې په وروستيو څو اونيو کې يوازې د افغانستان په اړه دوه انلاين غونډې شوي او دا يو ستر امتياز دی او غوښتنه يې کړې، چې په اوسنۍ غونډه کې هم بايد د افغانستان وضعيت ته پاملرنه وشي.

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته نوماند محمد سهيل شاهين هم په خپل ټويټ کې غوښتنه کړې، چې د جي شل غونډه بايد د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصون لپاره غږ پورته کړي او له افغانستان سره ژمنه شوې مرستې بايد د ژمي له رارسېدو مخکې افغان حکومت ته وشپارل شي.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګويتريس ويلي، د جنيوا په وروستۍ ناسته کې، چې له افغانستان سره د   یو ميليارد  ډالرو ژمنه شوو مرستې، يوازې درېيمه برخه يې رسېدلي دي.

ښاغلي ګويتريس پر نړۍ غږ کړی، چې د ژمي له رارسېدو مخکې له افغانستان سره بشري مرستې ملګرو ملتونو ته وسپاري او په دې ترينګلي وضعيت کې د افغانانو مرسته او لاسنيوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

مرسته زموږ درد نه شي دواکولای۔ غربي نړی غواړي چي افغانستان تل و دوی ته اړ او محتاج پاته شي۔ د مرستو احسان به هم پر موږ اچوي۔ باید زموږ هیواد په رسمیت وپیژني، کنګل شوي پیسې خلاصي کړي۔ چي افغانانو ته د تجارت او کار زمینه برابره شي۔ د ا۔ا۔ا په ډول حکومت نه په امریکا کي سته او نه هم په نوره غربي نړۍ کي۔ د حکومت په رسمیت نه پېژندل خیانت او ستره جفا ده۔ که چیري یو څو غله قدرت او واک ته رسیدلي وای لکه د تېر شل کلونو په څیر نو سمدستي به یې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx