ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وسعت/ دريمه برخه

سردار ناطق الحق امين

زهره:
د شمسي منظومې دویمه سیاره زهره ده، دغه سیاره د عطارد او ځمکې تر منځ واقع شوې.

زهره له لمر څخه شاوخوا یوسل آته میلیونه (108،000000) کیلومتره لیرې ده او له عطارد څخه حدوداً پنځوس میلیونه (50,000000) کیلومتره.

زهره یوه ډبرینه سیاره ده چې لوړې ژورې، آتشفشانونه یا اورغورځونکي هم لري، بهرنۍ سطحه یې جامده او په فزیکي جوړښت کې له ځمکې سره بیخي ډېر شباهت لري، حجم یې هم له ځمکې سره تخمیناً برابر دی، ځکه خو د ځمکې په خور سره مشهوره ده.

زهره هم (د عطارد غوندې) هېڅ کړۍ او سپوږمۍ نه لري.

له دې امله چې له عطارد وروسته زهره لمر ته ډېره نږدې سیاره ده- نو ځکه خو یې ګرمي سرب ویلې کولای شي! یعني د حرارت درجه یې د سانتیګراد څلورسوه پنځه شپېته (465) ده.

زهره له لیرې سپینه ښکاري، مګر کله یې چې له مخ څخه د جوٌ حجاب لیرې کړې (چې له دوه ډوله ګاز [دیوکسید او سلفور] څخه ډک دی) نو سم جهنم غوندې معلومیږي.

د زهرې یو کال د ځمکې له دوه سوه پنځه ویشتو (225) ورځو سره برابر دی، یعنې یو کال یې د ځمکې اووه نیمې میاشتې کیږي.

د زهرې وضعي حرکت د ځمکې د حرکت خلاف دی او ضمناً ډېر ورو حرکت هم کوي، له همدې امله د زهرې یوه ورځ د ځمکې له دوه سوه څلور څلوېښتو (244) ورځو سره برابره ده؛ نو ځکه خو د زهرې یوه ورځ د هغې له یوه کال څخه غټه راځي.

د یادې سیارې د هوا فشار د ځمکې د فشار په تناسب دوه نیوي (92) برابره قوي دی.

پر یاده سیاره یو انسان (پرته له فضائي جامو څخه) فقط یوه ثانیه ژوندی پاتې کېدای شي.

مخکې مو یاده کړه چې؛ د زهرې اتموسفیر له (دیوکسید او سلفور) ګازاتو څخه ډک دی، نو ځکه خو بارانونه د اسید سلفوریک پکې اوریږي.

اټکل کیږي چې په دغې سیاره کې اول اوبه موجودې وې، مګر د حرارت په زیاتېدو سره یادې اوبه په ځوښ راغلې او د شدیدو لمریزو توپانونو په واسطه بیا د سیارې له جوٌ څخه هم ووتې.

د سورة النمل 88 نمبر آیه کریمه وګورئ!  هلته د غرونو حرکت ته اشاره شوې، زهره هم غرونه لري، همدا راز د سورة الانبیاء 33 نمبر آیه مبارکه وګورئ، چې په هغې کې هم د ستورو حرکت یاد شوی.

آیا هلته ژوند ممکن دی؟

د یادې سیارې پر سطحه د ژوند کولو هېڅ امکان نشته او نه هم کومه نښه پرې لیدل کیږي، ځکه چې په مثبت څلور سوه پنځه شپېته (465) درجې دمائي اختلاف او بدلون کې ژوند کول ناممکن دي او بله دا چې هلته نه اوبه شته او نه هم اکسیجن.

نوټ:

که هر څوک پر فضائي سیر او سفر باندې یقین نه لري، هغه ته پکار ده چې؛ د سورة الرحمن 33 نمبر آیه مبارکه (له ترجمې او تفسیر سره) وګوري.

نور بیا… ان شاءالله!

دا لړۍ دوام لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x