ورزش

افغانستان نميبيا ته د ۶۲ منډو په توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې نميبيا لوبډلې ته د شل اوريز جام په سؤپر ۱۲ پړاو سيالۍ د ۶۲ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

په ياده لوبه کې افغلنستان لوکړی توپ وهنه وکړه او ټه ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۰ منډې جوړ کړې.

ددوی له لوري محمد شهزاد ۴۵ زياتې منډې وکړې، نوموړی په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړی لوبغاړی شو چې ۲۰۰۰ منډې يې بشپړې کړې.

دغه راز حضرت ځاځي ۳۳ او محمد نبي ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. اصغر افغان چې تېره ورځ له نړيوال کرکټ څخه استعفا وکړه او خپله وروستۍ لوبه يې کوله ۳۱ منډې وکړې.

د هدف په تعقيب کې د نميبيا لوبډله په پېل کې له ستونزو سره مخ شوه او پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې. دوی په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۹۸ منډې جوړې کړې.

د افغان توپ اچونکو له برخې حميد حسن او نوين الحق ۳-۳ لوبغاړي وسوځول، دغه راز ګلبدي نائب ۲ او راشد خان هم يو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډله په خپل ګروپ کې تر دې مهاله په ۲ برياو سره له پاکستان وروسته په جدول کې دوهم مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx