افغانستان

افغان حکومت: د ټاپي پروژې درېدلي کارونه پيليږي

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي ويلي، د ټاپي ګازو نل ليکې پروژې درېدلي کارونه پيليږي.

ښاغلي متقي نن په کابل کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف سره ګډې خبرغونډې ته په اقتصادي مسائلو او په ځانګړې توګه د ټاپي ګازو نل ليکې او رېل پټلۍ په اړه خبرې اترې کړي دي.

مولوي امیر خان متقي ويلي، له خپل ترکمنستاني سيال سره يې د سياسي او اقتصادي اړيکو د غښتلي کولو سربېره پر يو شمېر سياسي او سيمه‌ييزو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

ښاغلي مقتي وویل، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير بلنه ورکړې، چې په لنډ وخت کې عشق اباد ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو سرپرست زياته کړې، چې د ټاپي ګازو نل ليکې پروژې درېدلي کارونه به بېرته پيل شي.

ښاغلي متقي وویل: «مهمې خبرې د ټاپي پروژې، رېل پټلۍ او برېښنا دي، تر اوسه، چې کومې پروژې پيل شوي، بايد نورې هم قوي شي او د ټاپي په څېر پروژې به له سره پيليږي.»

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و او دلته يې له افغان چارواکو سره پر يو شمېر مهمو سياسي او اقتصادي مسائلو خبرې کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې رشيد مردوف نن د رياست الوزراء له مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره هم پر يو شمېر اقتصادي او سياسي مسائلو خبرې کړي دي.

د ټاپي پروژې لومړنۍ هوکړه د افغانستان اسلامي امارت د تېرې واکمنۍ پر مهال شوې وه، بيا په ۲۰۱۶ کال کې يو ځل بيا د دې پروژې د ګډونوالو هېوادونو «ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند» د مشرانو له لوري پيل شوه، خو په ۲۰۱۸ کال کې د يو شمېر امنيتي او تخنيکي ستونزو له امله دغه پروژه په ټپه ودرېده.

د ټاپي ګازو نل ليکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کيلومټره دی، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي او ۸۱۶ کيلومټره د افغانستان له خاورې تېريږي.

د ګازو دغه نل ليکه د هرات له لارې کندهار ته ځي، له هغه ځايه د بلوچستان ايالت مرکز کوټې او د پنجاب ايالت ملتان ښار ته ځي او بالاخره د هند فزيلکا ښار ته رسيږي.

د ګازو دغه نل ليکه د هرات، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx