ورزش

محمد شهزاد لومړنی افغان شو چې شل اوریزو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه پېلیز لوبغاړي محمد شهزاد په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

محمد شهزاد دغه مرحلې ته د نمیبیا پر وړاندې لوبه کې ورسېد چیرته چې نوموړي په ۳۳ توپونو ۴۵ منډې وکړې.

هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې له ۲ زرو زیاتې منډې جوړوي.

۳۴ کلن محمد شهزاد تر دې دمه په ۶۸ شل اوریزو لوبو کې د یوې سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزو په مرسته ۲۰۱۱ منډې جوړې کړې دي.

په دغه لیست کې د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي په لومړي مقام دی چې په ۹۱ لوبو کې ۳۲۱۶ منډې جوړې کړې دي.

شهزاد محمدي په یو ورځنیو لوبو کې هم د افغان لوبډلې مخکښ توپ وهونکی دی، نوموړي په ۸۴  یو ورځنیو کې ۲۷۲۷ منډې جوړې کړي، چې ۶ یې سلیزې او ۱۴ نیمه سلیزې وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx