دیني، سیرت او تاریخ

عزت او ذلت د الله له لوري دي

احمد الله عاطفي

قال الله (عزوجل): قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ .( العمران: ۲۶)
ژباړه: ووایه!: ای باري ربه! د واکمنۍ واکداره! دا ته يې چې چاته وغواړې واکمني ورکوې او له چاچې وغواړې د واکمنۍ(جامه) بیرته ترې وباسې، چې چاته وغواړې عزت ورکوې او چې څوک وغواړې سپکوې ئې، ښیګڼه ټول ستا په لاس کې ده، بې شکه چې ته په هرڅه قادر يې.

عزت او ذلت د الله(عزوجل) له لوري دی، چاته ئې چې وغواړي ورکوي يې، له چایې چې وغواړي بیرته يې ترې اخلي.

داسې مه انګیرئ چې په اقتدار، پانګې او شهرت کې عزت وي، په ناتواني او نادارۍ کې ذلت.

د ډیر مال، زور او واکمنۍ خاوندان ذلیل او ډیر ناتوانه او ناداره د سترو عزتونو خاوندان وي.

تل مو په یاد وي چې د عزت او ذلت پریکړې د حکیم او قدیر ذات(جل جلاله) له لوري صادریږي، نه د بل چا واک شته او نه زور، ډیر د واک او قدرت خاوندان په شیبو کې ذلیل او رسوا شي، ډیر ناتوانه او ناداره د عزت لوړې درجې تر لاسه کړي.

د دې مبارک آیت په شان نزول کې د ټولو کفارو او منافقینو لپاره د الله سبحانه وتعالی د حقانیت ستره معراج پروت دی.

د بدر او احد له غزواتو وروسته، د مسلمانانو ورځ تر بلې قوت په ټول جزیرة العرب کې ویره خوره کړه، چې یو ناتوانه او نا داره بنده، هغه چې له خپل کلي او کوره ویستل شوی، د سترو نظامي او اقتصادي قوتونو مقابله کوي.

یهود، نصارا او مشرکین دې ته تیار و چې په هره بیه وي دا ویره ختمه او عاملین یې له منځه یوسي، په همدې اساس د بیلا بیلو مفکورو او دینونو خاوندان د یو هدف لپاره سره متحد شول چې په مدينې منورې یرغل یوسي مسلمانان له تېغه تیر، ابادي يې په کنډوالو بدل او دارايي يې تاراج کړي، په دې ترتیب نور باید د مسلمان نوم او نښان پاتې نه شي.

په ظاهره  د دې اتحاد په وړاندې(چې په نظامي، افرادي قوت او اقتصادي توګه د مقابلې اټکل محال ښکاره کیده) مقاومت خپله هلاکت، تباهي او بربادي ګڼل کیده‌‌.

د بېلا بېلو نظامي، بشري او اقتصادي قوتونو دا اتحاد  په ډیر غرور، شور، ځواک او یقین سره په مدېنې منورې په دې نیت یرغل وکړ چې نور به د مسلمانانو نه نوم وي او نه نښان.

قرآنکریم دې غزا ته (غزوه احزاب) او تاریخ کې ورته (غزوه خندق) ویل شوی.
له بل لوري چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له حالاتو خبر شو له صحابه کرامو سره يې مشوره وکړه، پریکړه پر دې وشوه چې د دښمن د یرغل په لار کې داسې خندق وکني چې تیریدل ورته ستونزمن بلکه ممکن نه وي، د مدېنې منوري په لار کې د خندق کیندلو پریکړه داسې وشوه چې هرو لسو تنو ته به څلویښت ګزه( ګز یعنې یو لاس) ځمکه ورکوي چې داسې پلن او ژور خندق و کندل شي چې دښمن  پرې د تیریدو زړورتیا ونکړي او دا کار باید په لنډو ورځو کې تر سره شي.

د خندق ویستو په جریان کې چې کومې معجزي څرګندې او د الله سبحانه وتعالی ښکاره نصرت د صحابه کرامو په برخه شو، چې حتی د دې فرصت يې نه درلود چې په ارامه کیني، خواړه مصرف کړي او یا د قضاء حاجت لپاره لرې ولاړ شي، په ولږه او تنده يې کار ته ادامه ورکوله.

صحابه کرامو په خپلو لاسو داسې ستر کار تر سره کړ چې نن ئې په سترو ماشینو او تخنیکي ابزارو په داسې لنډ وخت کې تر سره کول محال بریښي، دا بیل درس دی، خو دلته د هغې واقعې یادونه کوو کوم چې د خندق ویستو په جریان کې داسي ستر کاڼی(ګټ) ښکاره شو چې نه ماتیده او نه يې د لرې کولو امکان وو، دکومو صحابه کرامو د کار په سیمه کې چې دا ګټ ښکاره شوی و، د ډیر زیار او زحمت باوجود يې نه د ماتولو څه چاره تر سره شوه او نه يې د لري کولو، مجبور شول چې یو تن حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ته واستوي، له ستونزمن حال يې خبر کړي، دوی حضرت سلمان فارسي (رضی الله عنه) دې خبر لپاره واستو.

حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د یو فرد په توګه په خندق کې کار کاوه، چې خبر شو هلته يې تشریف یووړ، د اوسپنې ستر څټک( ګودال) يې په خپلو مبارکو لاسو کې واخيست په لومړي ګذار سره  د اور شغله پورته او رڼا یې خوره کړه، دې سره د کاڼي یوه څنډه هم ماته شوه، رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: په دې رڼا کې ماته د فارس د سترو ودانیو آبادي ښکاره کړی شوه.

د دویم ګذار سره بیا شغله اوچته شوه، رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل دې رڼا کې ماته دروم سرې سرې ماڼۍ او محلونه وښودل شو،دریم ګذار سره شغله هم لوړه شوه او ډبره هم پارچي پارچي شوه ،رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دې رڼا کې ماته د یمن(صنعا) لوړې او دنګي ماڼۍ وښودل شوي، له دې وینا سره يې زیری ورکړ چې، جبرائيل(علیه السلام) ماته خبر راکړ چې کومې سیمې او ودانۍ ماته وښودل شوي زما اُمت به پر دې سیمو غلبه بیا مومي.

د مدېنې منافقينو چې دا خبر واورید خوشحاله شول چې د ټوکو مسخرو او کینې د اشباع لپاره يې ښه خبر تر لاسه کړ.

هغه خلک چې د دښمن له وېرې د خندق په کیندلو کې داسې مصروف دي چې شپه او ورځ کار کوي له خپل حال خبر نه دي خپلو ضرورتونو ته يې پام نه شته، د خپل ځانو ساتنه نه شي کولی  د روم، فارس او یمن سیمو د فتحې خوبونه ویني.

الله سبحانه وتعالی دا مبارک آیت(قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ) نازل کړ.

د دې مبارک آیت ارشاد هغو مغرور او ناپوه قوتونو ته داسې یو اعلان او خبر دی چې په ظاهره توګه په مالي، نظامي او افرادي قوت متکي او ډاډ لري، همدا ظاهري واکمني يې غرور دې حد ته رسوي چې ځان د سرو سپینو او هر څه مالکان ګڼي او خپل قوت نه ماتیدونکی ګڼي، حال دا چې د افرادو، قومونو او دولتونو د قوت، واکمني او زوال کلیګانې له الله(عزوجل) سره دي، هغه په دې قادر دی چې په ظاهره توګه ناتوانه او ناداره بندګان د واکمنۍ په کدۍ کینوي، له ټولو نه د سترو او مغرورو واکمنانو غرورو له خاورو سره خاورې کړي.

د سیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فدا کار صحابه کرام(رضی الله عنهم) په داسې حال کې د فتوحاتو جشن او خوښي څرګنده کړه چې ټول ښځې او ماشومان يې د دښمن له وېرې کلابند او دوی د دښمن د یرغل مخنیوي لپاره د خندق په ویستو مجبورول.

وړاندوینو یو د بل پسې تحقق پیدا کړ او د بریاليتوبونو لړۍ د همدې خندق غزا نه پیلامه ونیوله، د خندق په غزا کې د صحابه کرامو محدود ټولی د ستر مادي قوت په وړاندې بریمن شو، د دښمن لښکرې د خپلو جنګي سټو په تاوان تيښتې ته اړ شول، په سیمه کې د دوی متحد غښتلی قوم او قوت(بني قریضه) چې غوښتل يې مسلمانان له شا په خنجر ووهي سپک، خوار او د ذلت سره هرڅه له لاسه ورکړل.

الله سبحانه وتعالی صحابه کرامو ته داسې بریاوې په برخه کړې چې د چا په وهم او ګمان کي نه ګرځېدې، د نړۍ مغرورو قوتونو (روم او فارس) تخت او تاج يې تر پښو لاندې شول، د سيمې زورواکان يې مات کړل.

دا دی څوارلس پېړۍ وروسته موږ په خپلو سترګو او حواسو د دې مبارک ارشاد د تحقق معراج ولید، د یرغلګرو او خندق ویستونکو ژوندی انځور.

امریکا او له ده سره د مغرورې نړۍ ټول شیطاني قوتونو لاس یو کړ، په ډیره بېرحمانه توګه يې یو موټی افغانستان د تاړاک او یرغل لاندې په نیولو سره داسې په بمونو او غني شویو وسلو بمباردمان کړ چې د وژنو او وحشت خورولو په تاریخ کې بیلګه نادره نه بلکه نه لیدل کیږي.

په نظامي او اقتصادي قوت مغرور امریکايي واکمن (بش) چې ځان د ټولې نړۍ ځانګړی قوت پیژنده او عملاً يې د ټولې نړۍ واکمنان وګواښل چې بقا لپاره زموږ اطاعت وکړئ او یا د نابودۍ لپاره زموږ دښمن سره ودریږئ!!

په ځینو تفاوتونو د نړۍ ټول په نوم واکمنو ترې اطاعت وکړ ځینو په مالي لحاظ، ځينو د خولې په تائېد او ځینو عملاً د خپلو جنګیالیو په استولو د امریکا مرسته وکړه.

د اصیلو مجاهدینو مشران او کشران او هم هر هغه څوک چې له دوی سره يې خوا خوږي درلوده او عملاً يې د دوی طرف نیولی و او هم هغه شخصیتونه چې د امریکا یرغل ته يې ناروا او وحشت وویل داسې بندیزونو سره مخ شول چې په ټوله نړۍ کې ورته د پناه څرګند ځای نه و، آمریکا او بړیڅو يې د دوی په هکله د مرګ او زندان پرته بل نظر نه درلود.

د جهاد مشرانو ته په ټوله نړۍ کې د اوسیدو اجازه نه وه، بلکه په نوم مجاهد ته هم نه.

په ټوله نړۍ کې یو واکمن هم د حق ویلو جرئت ونه شو کړی، هغه اصول چې نړیوالو د ملل متحد په نوم تصویب کړی و، تر پښو لاندې کړل ،په بې شرمانه توګه يې تر دیپلوماتانو چې آمنیت يې خوندي او مصؤنیت ورکړل شوی و، ونیول شول په قبیح حالت کې امریکايي دوزخ( ګوانتنامو) ته واستول شول، همدا راز په بیلا بیلو خطرناکو زندانونو کې د تور سرو په شمول د هر عمر افراد چې امریکا ترې د خیالي خطر احساس کاوه ونیول ورک کړل او زنداني چې څرګنده بیلګه يې د ډاکټر عافیه(صدیقي) او درې ماشومان چې د یو عمر يې یواځې څو میاشتې وو، تر ننه زنداني او څه يې لادرکه دي.

په مسلسله توګه يې شل کاله د وحشت او دهشت ویره په ټول هیواد کې خوره کړه،  د وخت مدرن او پرمخ تللي وسلې تجربه کړي، نه ئې په انسانانو رحم وکړ نه یې په څارويو، نه ترېنه ونې بوټې او ودانۍ په آمان پاتې شوي او نه هم کلي او ښارونه.

مدرسي، مکتبونه او حتی روغتونونه يې ويجاړ، د ودنو او جرګو په غونډو یې بمباردمان وکړ، لنډه دا چې په سلګونو زره افغانان يې شهیدان کړل، چې په هغو کې د یوې ورځې ماشوم نه نیولې تر بوډا، بلکه د هر عمر خاوندان شامل وو.

وروسته له شلو کلونو د ایمان او اوسپنې جنګ ثابته کړه چې واکمني د الله(عزوجل) دی، چاته يې چې وغواړي ورکوي يې او له چا يې چې وغواړي اخلي.

د امریکا او متحدینو مخ تور پزه په خاورو ککړ په ناکامه توګه زموږ له هیواده وتښتیدل.

داسې تاریخي رسوايي چې په ډیر قدر، لافو او لوړ شیطاني فکر يې پر مخ تللې وسلې راوړي، کله چې تښتیدل په خپلو لاسو يې تباه او ویجاړ کړل.

امریکایانو دې قبیح عمل سره ثابته کړه چې ذلیل دښمن دی، شیطان هم له داسې ذليلو کړنو نه ځان په څنګوي.

په داسې ټیټو کړنو سره په ذلت او رسوايي وتښتیدل، د توقع برخلاف په نس وږي او پښې يبله ننګیالي په لوړ همت، چګ سر او فاتحانه توګه د عزت څښتنان شول.
هغه چې په غرور او تکبر يې ټولې نړۍ ته د غلام او مجبور په سترګه کتل، سره له دومره پوځي قوت او اقتصادي پیاوړتیا د ذلت پیټی په سر شو.

همدلته دی چې ماته هغه وخت را یادیږي کله چې د آمریکا مغرور واکمن(بش) د نړۍ واکمنو ته په خطاب کې وویل: زموږ تر شاه ودریږئ یا زموږ په وړاندې، ټولې نړۍ ته يې د جنګ څرګند ګواښ وکړ، د پاکستان پوځي دکتاتور(پرویز مشرف) په خپلې تلویزیوني وینا کې وویل: موږ مجبور یو چې د امریکا په اختیار کې خپلې پوځي او ملکي اډي ورکړو، که داسي ونه کړو هندوستان دې کار ته چمتو دی، په داسې یو حالت کې به بیا قرار ولرو چې هره ورځ او شپه د هندوستان له میدانو به بم غورځونکي الوتکې په افغانستان د بمباردمان لپاره الوتنې کوي او هر ځل به یو یو بم د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد او نورو سیمو وروي، موږ سره به نه د دفاع توان وي او نه د مخنیوی چاره، دا و د یو ذلیل واکمن توجه او دلیل…

هغوته چې د سیال په نظر لاڅه، بلکه د انسان په سترګه نه کتل کیده، د سیادت خاوندان او د عزت په لوړو ونازول شو، دېته وايي د الله رب العزت شان، چې چاته وغواړي عزت ورکوي او چي څوک وغواړي سپکوي يې، هغه په هر څه قادر عزیز او غالب دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

احمد الله عاطفي صاحب قلم دې مات مه شه په عمر کور اوکهول دې خیروبرکت شه دا څومره خوږه لیکنه وه زړه دې زمونږ راټکور کړ په دنیا اوآخرت سرلوړی شي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx