ورزش

د نیوزیلاند پر وړاندې ستره ماتې، هند لوبډله نړیوال جام څخه د وتلو په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د هند کرکټ لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې دوه پرلپسې سترې ماتې وخوړې چې په نړیوال جام کې مخته ته تګ ورته ستونزمن شو.

لومړی د پاکستان څخه د لسو ویکټو په ستر توپیر او بیا د نیوزیلاند څخه د ۸ ویکټو په توپیر ماتې، هند لوبډله د خپل ګروپ په جدول کې په صفر پواینټ درلودلو سره په منفي نیټ رن ریټ پنځم مقام ته ښکته شوې ده.

د نیوزیلاند پر وړاندې لوبه کې هند لوبډلې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه، چې نیوزیلاند د ۲ ویکټو په سوځېدلو په ۱۵م اور کې بشپړ کړ، او هند ته یې په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته تګ ستونزمن کړ.

هند لوبډله نیمه پایلوبې ته لار موندلی شي؟

که هند غواړي دوهم پړاو ته لار ومومي، ددې لپاره به خپلې وروستۍ درې لوبو کې بریا خپلوي خو په داسې حال کې به د نورو لوبډلو په سیالیو هم تمرکز کوي او هیله به لري چې پایلې ددوی په ګټه تمامې شي.

اوسمهال هند لوبډله منفي ۱.۶۰۹ نیټ رن ریټ لري، لومړی باید دوی د افغانستان، نمیبیا او سکاټلینډ پر وړاندې لوبو کې یوازې عادي بریا نه بلکې په ستر توپیر بریاوې خپلې کړي تر څو یې رن ریټ پورته شي.

له هغې وروسته به هند هیله کوي چې افغانستان نیوزیلاند لوبډلې ته ماتې ورکړي، تر څو بل پړاو ته د لار موندنې مرحله په نیټ رن ریټ بنا شي. دغه راز ددوی لپاره د لار موندنې دوهم ستر فرصت دادی چې نیوزیلاند د نمیبیا او یا هم سکاټلینډ پر وړاندې له ماتې سره مخ شي.

ویرات کوهلي د نیوزیلاند پر وړاندې له ماتې وروسته وویل، زه فکر نه کوم چې موږ په توپ وهنه او توپ اچونه کې دومره زړور وو، که څه هم موږ د دفاع لپاره ځانګړی هدف نه درلود خو چې میدان ته ښکته شو موږ زړور نه وو او هیلې مو لاسه ورکړې وې».

نوموړي زیاته کړه، کله چې ته د هندوستان لپاره لوبیږې له تا څخه نه یوازې د مینوالو له لوري بلکې د لوبغاړو له لورې هم ډیرې تمې کیږي، دا د اضافي فشار لامل کیږي چې موږ له پخوا پر ځان منلی دی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx